د سیډني‌ د چړې د برید په شپږو قربانیانو کې یو پاکستانی مهاجر هم شامل دی

د سیډني ښار په یوه شاپنګ سنټر کې تېره ورځ یو سړي ۶ کسان په چړې ووژل او لږترلږه ۱۲ کسان یې ټپیان کړل.

A combined image of four people.

From left, Pikria Darchia, Faraz Tahir, Ashlee Good and Jade Young were among the six people killed at the Bondi Junction stabbing attack. Source: AAP / Supplied Images

د سیډني ښار د بونډای جنکشن په وېسټفیلډ شاپنګ سنټر کې تېره ورځ یو سړي ۶ کسان په چړې ووژل او لږترلږه ۱۲ کسان یې ټپیان کړل. په وژل شویو کسانو کې ۵ ښځې او یو سیکیورټي ګارډ وژل شوی دی.

پولیس وايي برید کوونکی د پولیسو د یوې افسرې لخو په ډزو وژل شوی.

د آسټرالیا د احمدیه مسلمانانو ټولنې ویلي چې د شنبې د ورځې په برید کې یو تن وژل شوی فراز طاهر نومېده چې "یوازې یو کال دمخه یې په آسټرالیا کې د پناه غوښتنه کړې وه او په خپل هېواد پاکستان کې له ظلم څخه را تښتېدلی وو."
د سیډني مارننګ هېرالډ د راپور له مخې، په آسټرالیا کې د پاکستان عالي کمشنر، زاهد حفیظ چوهدري، طاهر ته درناوی وړاندې کړی.

چودري ویلي: "زموږ فکرونه او دعاګانې د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره دي. د پرونیو وحشتناکو بریدونو په قربانیانو کې یو پاکستانی وګړی فراز احمد هم شامل و، چې د نورو د ژغورلو په وخت کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ."

"یو بل پاکستانی تبعه په دې وحشتناکو بریدونو کې ټپي شوی دی. هغه په روغتون کې بستر دی خو روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. موږ د هغه د ژر او بشپړې روغتیا لپاره دعا کوو."

د نیو ساوت وېلز ایالت پولیسو ویلي چې د چړې د برید یوه قرباني ۵۵ کلنه پیکریا دارچیا نومېده چې په اصل کې د جورجیا اوسېدونکې وه. د هغې د LinkedIn پروفایل معلومات ښيي چې نوموړې یوه هنرمنده وه، مګر د هغې کورنۍ د معلوماتو د محرمیت غوښتنه کړې ده.
A woman smiles as she leans on her hand.
Bondi Junction stabbing victim, 55-year-old Pikria Darchia. Source: AAP / Supplied Image
د چاقو په برید کې د داون سینګلتڼ په نوم یوه ۲۵ کلنه ښځه هم وژل شوې. راپورونه ښيي چې هغه د آسټرالیايي سوداګر، جان سینګلتڼ لور وه. د هغې د LinkedIn پروفایل معلومات ښيي چې نوموړې د سیډني له ټکنالوژۍ پوهنتون څخه فارغه وه او ډیجیټل او ټولنیزو رسنیو په برخه کې یې زده کړې کړې وې.

د رسنیو لخوا خپاره شوې معلومات ښيي چې د دغه برید یوه قرباني جید ینګ نومېده.
A woman holds a dog in her arms.
Jade Young was one of the six victims killed in the stabbing attack on Saturday. Source: AAP / Image
د بونډای جنکشن د برید پنځمه قرباني د اشلي ګوډ په نوم یوه ښځه ده چې له مرګ مخکې یې خپل ۹ میاشتنی ټپي ماشوم، یو نا پېژانده کس ته ورکړی ترڅو هغه سره مرسته وکړي.

په یاد برېد کې د یوې وژل شوې هویت لا تراوسه ندی معلوم.
A woman with long blonde hair in a formal black outfit.
A supplied image of 38-year-old Ashlee Good who was fatally stabbed at Bondi Junction. Source: Supplied / PR IMAGE
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

لخوا Caroline Riches
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service