نوې څېړنه ښي چې په آسټرالیا کې کډوال نشي کولای په آسانۍ سره کرایي کور پیدا کړي

یوه نوې څېړنه ښيي چې د کرایې کورونو په مارکېټ کې له کډوال سره د تبعیض له امله ګرانه ده ترڅو دوي وکولای شي په آسانۍ سره کرایي کور پیدا کړي.

House/flat for rent sign

Credit: Peter Dazeley/Getty Images

اوسمهال په آسټرالیا کې د کرایي کورونو پیدا کول د ټولو آسټرالیایانو لپاره ګران کار دی، مګر د کډوالو او مهاجرو لپاره دغه کار تر نورو هم ستونزمن دی.

د کور جوړولو د نړیوالو مطالعاتو ژورنال، یوه نوې څېړنه ترسره کړې او په اډیلیډ ښار کې یې د کډوالو په هغو کورنیو تمرکز کړی چې له څلورو زیات ماشومان لري.

په یاده څېړنه کې همدا راز د املاکو استازو، د ځمکو مالکینو او د استوګنې د خدماتو چمتوکوونکو نظرونه هم اخیستل شوي ترڅو په ټوله آسټرالیا کې د "تبعیضي کړنو پراخ ماهیت" په ګوته کړي.

Australian rental market
Credit: www.worldpropertyjournal.com

ReRe

په مقالې کې د املاکو د یوه استازي په حواله ویل شوي چې ممکن ۸۰ سلنه د ځمکې مالکین هغو کسانو ته کور په کرایه ورنکړي چې تور پوستي وي.

همدا راز د یوه کور مالک، څېړونکو ته ویلي چې نه غواړي کډوالو ته کور په کرایه ورکړي، ځکه هغوی په غصه او جنګ خپلي دي.

د ځمکې خاوندان مهاجرینو ته د خطر لرونکو، کرایه ورکوونکو په سترګه ګوري. مګر هغه آسټرالیایانو چې د مهاجرت شالید لري وايي، دغه کار د دوي د خپګان لامل ګرځي.

کارپوهان وايي، په آسټرالیا کې کډوال د نورو کرایه ورکوونکو په پرتله په زیان کې دي

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now