اسټراليا کې د کويډ-۱۹ واکسين توليد پيل شو

د اسټراليا ملبورن ښار کې د کويډ-۱۹ واکسين جوړولو چارې رسمي پيل شوې او د ياد واکسين کيفيت او ګټورتوب د اسټراليا طبي خوړو ادارې لخوا منظور شو. ملبور ښار کې د اسټرا زينيکا واکسين کيفيت لکه نورو ورته واکسينو دی کوم چې له اسټراليا څخه بهر جوړيږي. تيره شپه ۸۳۰،۰۰۰ ډوزه واکسين يادې کمپنی جوړ او طبي خوړو ادارې لخوا يي کيفيت منظور شو.

Health Minister Greg Hunt provides a COVID-19 update at a press conference at Parliament House in Canberra on Wednesday.

Health Minister Greg Hunt provides a COVID-19 update at a press conference at Parliament House in Canberra on Wednesday. Source: AAP

اسټراليا به لدې وروسته پر بهرنيو واکسينو تکيه نه کوي.

دا ډاډ له هغه وروسته ترلاسه شو چې د اسټراليا ملبورن ښار کې د درملو جوړولو کمپنۍ د يوې هوکړې له مخه د استرا زينيکا واکسين جوړول پيل کړل او د ياد واکسين کيفيت منظوري ورکړل شوه.

اسټراليا کې به ياده کمپنۍ هره اونۍ ۵۰۰،۰۰۰ ډوزه واکسين جوړوي.

د اسټراليا روغتيا وزير ګرين هانټ وويل، دا اسټراليايانو لپاره ښه خبر دی او دا مهال له ياد واکسين څخه لاری ډکې کيږي او نورو ښارونو ته ليږدول کيږي.

ښاغلي وويل، " اسټراليا کې دننه واکسين جوړيدو سره به اسټراليايانو ته د واکسين ليږد برخه کې ډير ډاډ ترلاسه شي."



ښاغلي هانټ وويل، اوروپايي ټولنې اسټراليا ته واکسين رسيدو پر وړاندې يې ډير خنډونه رامينځته کړل، ولې دا مهال اسټراليا يو غښتلي موقف کې دی، ځکه چې اسټراليا خپله واکسين توليدوي.
Prime Minister Scott Morrison walks past vials of the AstraZeneca vaccine as he visits the CSL serum lab  in Melbourne in February.
Prime Minister Scott Morrison walks past vials of the AstraZeneca vaccine as he visits the CSL serum lab in Melbourne in February. Source: AAP
اسټراليا ته د فايزر واکسين ۱۵۹،۰۰۰ نور ډوزونه هم راورسيدل، او دا مهال ۳۱۲،۰۰۰ اسټراليايان واکسين شوي.

اسټراليا کې دا وخت د لومړي پړاو B واکسين کولو لرۍ روانه ده او ټول هغه کسان چې عمرونه يې له ۷۰ کلونو ډير وي اوس کولی چي د کويډ-۱۹ واکسين ترلاسه کړي.

د هغو کسانو چې کارونه يې له خطر سره مخ وي هغوی هم کولی شي واکسين شي.

څه موده وړاندې ګڼ شمير اوروپايي هيوادونو د استرا زينيکا واکسين کارونه ودروله، ځکه ويل شوي ول چې په ځينو هيوادونو کې د واکسين شوو کسانو وينه ټينګه يا کلکه شوې وه.

له څيړنو وروسته وموندل شوه چې ياد واکسين خوندي دی او اوروپايي هيوادونو بيرته د ياد واکسين کارونه پيل کړه.

ځيني کارپوهان وايي، د اوروپايي ټولنې لخوا د استرا زينيکا واکسين کارونې ځنډول خلکو ترمينځ بې باوري رامينځته کړې.

 

 


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service