د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام وروستۍ لوبه د فرانسې او ارجنټاین لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي

ټاکل شوې ترڅو د ډیسمبر دمیاشتې پر ۱۸ نېټه په قطر هېواد کې د فوټبال نړیوال جام وروستۍ لوبه د فرانسې او ارجیټاین لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Composite image of Lionel Messi and Kylian Mbappe.

Argentina captain Lionel Messi is striving to take home his first World Cup, while France star Kylian Mbappe and his team are hoping to retain their title. Source: Getty

Key Points
  • فرانسې، مراکش ته له ماتې وروسته د نړیوال جام وروستۍ لوبې ته لاره پیدا کړه.
  • د فرانسې او ارجیټاین لوبډلو تر اوسه دوه-دوه ځله د فوټبال نړیوال جام ګټلی دی.
  • د فوټبال نړیوال جام سیالۍ له ۱۹۳۰م کال راهیسې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.
د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ، د قطر په نړیوال جام کې مراکش ته دوه د صفر په پایلې سره ماته ورکړه او د دغه جام وروستۍ لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

تیو هرنانډیز لومړی ګول یوازې په پنځو دقیقو کې ترسره کړ، له هغه وروسته رندال کولو لوبغالي ته له داخلیدو ۴۴ ثانیې وروسته په ۷۹یمه دقیقه کې ګول وواهه.

مراکش پدې هڅه کې وه ترڅو د لومړني افریقايي هېواد په توګه پایلوبې ته لاره پيدا کړي، مګر خپل هدف ته ونه رسېده.
د فوټبال نړیوال جام سیالۍ له ۱۹۳۰م کال راهیسې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.

د ۲۰۱۸ کال سیالۍ په روسیې هېواد کې ترسره شوې، مګر د ۲۰۲۲ کال سیالۍ په قطر هېواد کې روانې دي.

په قطر هېواد کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوالې سیالۍ د نومبر پر ۲۱ نېټه پیل شوي.

ټاکل شوې ترڅو د روانو لوبو وروستۍ لوبه د ډیسمبر د میاشتې پر ۱۸ نېټه د قطر هېواد په پلازمینې دوحې کې ترسره شي.

د برازیل لوبډلې ترټولو زیات نړیوال جامونه ګټلي دي.

د نړیوالو سیالیو له پیل څخه تراوسه پورې برازیل ۵ ځله، جرمني ۴ ځله، ایتالیا هم ۴ ځله، ارجیټاین او فرانسې دواړو دوه-دوه ځله نړیوال جام ګټلی دی.
A list of teams that have won the men's World Cup
Brazil have won the men's World Cup a record five times
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

خپور شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service