د کور لوجیک ادارې او اې ان زېډ (ANZ) بانک ګډ نوی راپور ښيي چې اوسمهال آسټرالیالیایان د خپل عاید یوه زیاته برخه په کرایې کې ورکوي.
راپور ښيي چې روان حالت کم عاید لرونکي آسټرالیایان، د نورو په پرتله زیات زیانمن کړي دي. کم عاید لرونکي آسټرالیایان د خپل عاید ۵۱.۶ سلنه عاید په کرایې کې ورکوي.
مګر منځنۍ کچه آسټرالیایان بیا د خپل عاید شاوخوا ۳۰ سلنه په کرایې کې مصرفوي.

د کورلوجیک ادارې، د څیړنې برخې مشره، الیزا اوون وايي چې ځینې "غیر معمولي بدلونونه" شتون لري چې د کرایې غوښتنې ته وده ورکوي، د بیلګې په توګه په ځینو کورونو کې د کمو خلکو شتون او له بهر څخه آسټرالیا ته د زیات شمېر مهاجرو راتګ د دغې ستونزو له عواملو څخه دي.
هغه وايي: "لکه څنګه چې کرایې په چټکۍ سره لوړه شوې، د سود په نرخ کې زیاتوالی راغی او په ساختماني سکتور فشارونو د استوګنې کورونو د بشپړولو کچه ورو کړې ده."
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

