پاکستاني ځواکونو د افغانستان په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بريدونه ترسره ترسره کړي دي.
د ځايي سرچينو او رسنيو د راپورونو له مخې، دغه هوايي بریدونه د پکتیکا ولايت پر برمل او ارګون ولسواليو او د ننګرهار ولايت په بهسودو، غني خېلو او خوګياڼو ولسواليو ترسره شوي دي.
د طالبانو حکومت ویلي په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ويل کېږي چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي دي.
د جیو نیوز په یوه خبر کې راغلي چې د پاکستان پوځ د وسله والو ۷ پټنځایونه په نښه کړي او ۸۰ وسله وال یې وژلي دي، خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.
همدا راز د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ پر خپله اکس پاڼه لیکلي چې پاکستان "تل په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅه کړې ده"، خو د پاکستاني اتباعو خوندیتوب او امنیت یو لومړیتوب دی.
له برید وروسته د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.
'غبرګونونه'
د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځ بریدونه، په افغانستان کې له غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی دا بريدونه په کلکو ټکو غندلي او دا يې د افغانستان د حاکميت ښکاره نقض بللی دی.
نوموړي له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه پر خپلو پاليسيو بياکتنه وکړي او د ښه ګاونډيتوب او متمدنې همکارۍ لاره خپله کړي.
د پخواني حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم د پاکستان له لوري دا ډول بريدونه د ژورې اندېښنې وړ بللي او ويلي يې دي چې دغه اقدامات د افغانستان د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا خلاف دي او کولای شي د بېثباتۍ او کړکېچ د پراختيا لامل شي.
د پخواني حکومت يو شمېر نورو چارواکو هم دغه بريدونه غندلي او د جدي غبرګون غوښتنه يې کړې ده.
بل لور ته، د طالبانو حکومت په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د دغو بريدونو په ځواب کې به پاکستاني ځواکونه په نښه کړي.
د دغې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد کابل کې له يوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ويلي چې د بريدونو پر وړاندې به مناسب اقدام وشي.
تر دې وړاندې د دوی د دفاع وزارت هم دغه بريدونه د افغانستان د هوايي حريم نقض بللی او د “مناسب او حساب شوي ځواب” خبرداری يې ورکړی و.
'افغان شنونکي'
د چارو يو شمېر شنونکي د دغو بريدونو په اړه بېلابېل نظرونه لري.
پخوانی ډيپلوماټ او د چارو کارپوه عزيز معارج وايي، د پاکستان وروستي هوايي بريدونه د نړيوالو اصولو او د دولتونو ترمنځ د منل شويو قوانينو ښکاره نقض دی او دا ډول اقدامات د يو خپلواک هېواد د حاکميت پر ضد تېری بلل کېږي.
د هغه په باور، دغه بريدونه نه يوازې امنيتي وضعيت خرابوي، بلکې د دواړو هېوادونو سياسي او اقتصادي اړيکو ته هم جدي زيان رسوي.
يو بل کارپوه معين ګل څمکنی بيا وايي چې د ملکي خلکو په نښه کول په هېڅ صورت د توجيه وړ نه دي او دا عمل د بشري او نړيوالو قوانينو څرګنده سرغړونه ده.
نوموړی ټينګار کوي چې دا ډول بريدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن زياتوي او د سيمهييز ثبات لپاره خطرناک دي.
شنونکي همداراز د نړيوالې ټولنې چوپتيا د اندېښنې وړ بولي او وايي، که افغانستان بېثباته شي، دا به د ټولې سيمې پر امنيت مستقيم اغېز ولري.
پاکستان ویلي چې په وار وار یې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د وسله والو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي، خو کابل "کوم اساسي اقدام نه دی کړی".
طالبانو د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې د افغانستان خاوره د هغو وسله والو ډلو لخوا کارول کیږي چې په پاکستان کې په بریدونو کې ښکیل دي.

