د پاکستان يو لوړ پوړى پلاوى نن کابل ته ځي

د افغانستان د وروستیو پېښو په اړه مهم معلومات په ترسره شوې مرکې کې اورېدلی شئ.

AFG-PAK.jpg

Credit: Gettyimages / MINISTRY OF FOREIGN AFFAIRS - PAKISTAN / Government Media and Information Centre

مهم خبرونه:

  • د پاکستان يو لوړ پوړى پلاوى نن کابل ته ځي
  • د روسيې له تور نوملړ څخه د طالبانو نوم ايستلو غبرګونونه راپارولي دي
  • د افغانستان د کرېکټ له ١٩ کلونو کم عمره لوبډله سبا له نيپال سره لوبه لري.

د پاکستان يو لوړ پوړى پلاوى نن کابل ته ځي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ددغه پلاوي مشري د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزارت وزير اسحاق ډار کوي٠

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي، چې دغه پلاوى به کابل کې د طالبانو له رييس الوزرا، اقتصادي مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير سره لېده کاته ولري٠

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ددغه سفر موخه دوه اړخيزو اړيکي، امنيت، سوداګري او سيمه ييز اتصال په ګوته کړى٠

د يادونې وړه ده، چې دغه پاکستاني پلاوى داسې مهال کابل ته راځي، چې همدا اوس د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزير په مشرۍ يو پلاوى پاکستان کې ددغه هېواد له چارواکو سره په لېده کاته بوخت دى٠

د روسيې له تور نوملړ څخه د طالبانو نوم ايستلو غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي وياند ستيفن دوجاريک د روسيې دا پرېکړه يوه خپلواکه کورنۍ پرېکړه بللې او ويلي يې دي، چې دا بدلونه به د طالبانو په اړه ددغه سازمان دريځ کې تغير را نه ولي٠

هغه ويلي، چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو لخوا پر طالبانو لګول شوي بنديزونه په خپل ځاى دي٠

له دې سره هم مهاله د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، که څه هم طالبان يې د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړي، خو لاهم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري پر دغې ډلې لګيدلو بنديزونو ته ژمن دي٠

بل لورته طالبانو د روسيې له لوري د ترهګرو له نوملړه ددې ډلې د نوم د لرې کېدو له پريکړې هر کلى کړى٠

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له طالبانو سره سم سياست غوره کړى٠

د پادونې وړه چې د روسيې سترې محکمې د اپريل په 17 مه ددغه هېواد د لويې څارنوالۍ د غوښتنې پر بنسټ طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وايستل٠

د افغانستان د کرېکټ له ١٩ کلونو کم عمره لوبډله سبا له نيپال سره لوبه لري.

دواړه لوبډلې دغه سيالۍ د ٢٠٢٦ کال نړيوال جام ته د لارې موندنې په موخه ترسره کوي٠

د افغانستان کرېکټ بورډ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه لوبه سبا د کابل پر وخت ٨:١٥ دقيقې د نيپال په کوربتوب ترسره کيږي چې ګټونکي لوبډله به يې د کرېکټ نړيوالې شورا له ١٩ کلونو کم عمره لوبغاړو نړيوال جام ته لاره ومومي٠

افغان لوبډلې دغه جام ته د لارې موندنې په موخه تر دې وړاندې، عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړې٠

ټاکل شوې، د کرېکټ نړيوالې شورا له ١٩ کلونو کم عمره لوبغاړو پنځوس اوريز نړيوال جام سيالۍ د راتلونکې ٢٠٢٦ کال په لومړيو مياشتو کې په نميبيا، او زمبابوي هېوادونو کې ترسره شي٠


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now