پور اخيستونکو لپاره بد خبر، اسټرالیا مرکزي بانک د سود نرخ 0.85 سلنې ته لوړ کړ

د آسټرالیا مرکزي بانک RBA د سه شنبې په ورځ په پرله پسې ډول د دوهمې میاشتې لپاره د سود نرخ لوړ کړ ، چې دا به د ډیری پور اخیستونکو لپاره د لوړ تادیاتو ورکولو معنی ولري.

ANZ, Westpac, the Commonwealth Bank (CBA) and the National Australia Bank (NAB) have all passed on the RBA's interest rate hike in full.

ANZ, Westpac, the Commonwealth Bank (CBA) and the National Australia Bank (NAB) have all passed on the RBA's interest rate hike in full. Source: AAP / Joel Carrett

مهم ټکي

  • د اسټرالیا ریزرو بانک د سود نرخ 0.85 سلنې ته لوړ کړ.
  • په می مياشت کې له ريکارډ ټيټ سود نرخ څخه چې 0.1 وه له لسو کلونو وروسته د سود دا نرخ 0.35 سلنې ته پورته شو او نن  بيا 0.85.

د آسټرالیا مرکزي بانک (RBA) د سود نرخ 0.85 سلنې زیاتوالی اعلان کړ. دا پداسې حال کې ده چې اسټراليا کې د انفلاسیون يا بيعو لوړوالی اوس مهال په 5.1 سلنې کې دی.

د می په میاشت کې، RBA پریکړه وکړه چې د سود نرخ 0.35 سلنې ته له 0.1 سلنې ریکارډ ټیټ څخه پورته کړي - چې دا په یوه لسیزه کې لومړی زیاتوالی په ګوته کوي.

مخکې، د فدرالي خزانې وزیر جیم چلمر خبرداری ورکړ چې دا به له بانکونو څخه قرضو اخيستونکو او کور پیرودونکو لپاره "سخته ورځ" وي.

ښاغلي چلمرز وویل چې د سود نرخ زیاتوالی به د هغو کسانو لپاره زیان وي چې دمخه د ژوند د ډیریدونکي لګښت سره مخ دي.

"دوی په ورته وخت کې د پټرولو او بریښنا او ګازو د بیو له لوړیدو سره مخ دي، نو دا به د ډیرو خلکو لپاره ستونزمنه ورځ وي."

د سود نرخ له تمې لرې ډيريدل دا په ګوته کوي چې اسټراليا کې د توکو او خدماتو نرخونو لوړوالی د انديښنې وړ مسله ده.

د ډیری اقتصاد پوهانو له تمې څخه لرې که چیرې د بانکونو لخوا په بشپړ ډول د سود نرخ ډيروالی پر مشتريانو عملي کړي نو هغوی به په میاشت کې 133 ډالر د 500,000 ډالرو پور په 25 کلونو کې، او په میاشت کې 265 ډالر د 1 ملیون ډالرو په ارزښت پور کې اضافه ورکړي.

وړاندوینې دا ده چې د راتلونکي کال تر پایه به د سود نرخ 2.5 سلنې ته لوړ شي، او که داسې وشي نو یو پور اخیستونکی چې د $ 500,000 پور اخيستی وي راتلونکي کال څخه به په مياشت کې خپل د پور تادياتو کې 652 ډالر اعضافي پيسې ورکړي. 

د مصرف کونکي باور په ځانګړي توګه د مارچ له نیمایي راهیسې د ژوند فشارونو لګښتونو له امله خړوب شوی ، په ځانګړي توګه د پطرولو نرخونو لوړیدو څخه ، حتی د می په میاشت کې د RBA نرخ لوړیدو دمخه اسټراليايانو خپل لږښتونه کم کړي.

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now