Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE starting June 12 2026

ټرمپ افغانستان په اړه هند وستايه او پاکستان ته يې خبرداری ورکړ

د امريکا ولسمشر له څه ځند وروسته افغانستان او هم جنوبي آسيا هيوادو لپاره خپله تګلاره اعلانه کړه.

 US President Donald J. Trump delivers remarks on Americas military involvement in Afghanistan
US President Donald J. Trump delivers remarks on Americas military involvement in Afghanistan Source: GETTY IMAGES NORTH AMERICA POOL

ولسمشر ټرمپ وايي چې افغانستان لپاره يې ستراتيژۍ کې لوی بدلون راوستی او افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پاتې کيدو پريکړه يې وکړه.

ښاغلي ټرمپ دا ونه ويل چې څومره نور امريکايي پوځيان به افغانستان ته استوي.

ولسمشر ټرمپ وویل" مونږ به د تاریخ نه زده کړه کوو. د افغانستان په پالیسۍ د ژور نظر نه وروسته مونږ دا پریکړه کړیده چې په افغانستان کې زمونږ پالیسي به د یوې خاصې مودې پورې تړلې نه وي خو مونږ به د امنیت وضعیت ته گورو."

ښاغلي ټرمپ وویل "مونږ به د شمیر په هکله خبرې نه کوو او یا به په راتلونکي کې د خپل ماموریت د تفصیل په هکله خبرې وکړو. زمونږ فیصله به په افغانستان کې د امنیت پورې تړلې وي".

ښاغلي ټرمپ وويل چې ولسمشرۍ دورې په پيل کې يې داسې سوچ کاوه چې له افغانستان څخه به ټول امريکايي پوځيان وباسي ولې له ډيرو مشورو وروسته ښاغلي ټرمپ وويل چې نا معلوم وخت لپاره به امريکايي پوځيان افغانستان کې پاتې کيږي ځکه دده په وينا که چيرې امريکا له افغانستان څخه باهر ووځي نو ترهه ګرې ډلې افغانستان کې پياوړې کيږي او امريکا ته به ګواښ رامينځته کړي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې دا مهال په افغانستان او پاکستان کې شاوخوا شل ترهگرې ډلې فعالې دي او پاکستان ورته پناه ورکوي.

ولسمشر ټرمپ د پاکستان او د هند د پخوانۍ دښمنۍ یادونه وکړه او وی ویل چې پوهیږي چې پاکستان او هند اتومي وسلې لري او دواړه یو بل ته خطر دي.

ټرمپ وویل چې په افغانستان او پاکستان کې زمونږ اهداف څرگند دي او هغه د ترهگرو د پناه ځایونو ختمول دي. هغه وویل چې پاکستان د امریکا نه په ملیاردونو ډالر مالي مرستې ترلاسه کوي او په هماغو پیسو ترهگر پالي.

ټرمپ د دې یادونه وکړه چې په تاریخي ډول پاکستان د امریکا یو ښه متحد و او وې ویل چې د پاکستان خلک د ترهگرۍ ښکار شویدي چې مونږ یې درک کوو خو پاکستان هغو ترهگرو ډلو ته پناه ورکوي چې مونږ وژني.

ټرمپ پاکستان ته وویل چې اوس وخت رارسیدلی دی چې "مدني شی او سولې ته ژمن شي."

ولسمشر ټرمپ وویل چې هند د افغانستان بيا رغونه کې رغنده رول لوبولی او بايد له افغانستان سره مرسته وکړي. هغه وویل هند دې د سیمې د امنیت لپاره کار وکړي ، د افغانستان په هکله دې خپل رول پراخ کړي.

امریکا به خپلو عسکرو ته صلاحیت ورکړي چې ترهگر او د هغوي شبکې ختمې کړي. "مونږ به د دغو شبکو په ضد نور اقدامات وکړو، په دوي به بندیزونه ولگوو او مونږ به دغه جگړه گټو."

ولسمشر ټرمپ وویل چې د افغانستان د جگړې د گټلو لپاره په پاکستان فشار اچول ضروري دي. هغه وویل "افغانان د هغه دښمن په ضد جنگیږي چې زمونږ هم دښمن دی. مونږ غواړو چې هغوي دغه جنگ وگټي."

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now