د پاکستان خيبر پښتونخوا ايالت کې حکومتي چارواکو رسنيز کنفرانس ورکاوه او ياد کنفرانس په ژوندۍ بڼه پر رسمي فيسبوک پاڼه خپريده.
د پاکستان خيبر پښتونخؤا ايالت د اطلاعاتو وزير يوسف شوکت زی له خبريالانو سره خبرې کولی نو د ښاغلي او تر څنګ يې ناست بل چارواکي پر مخ د پيشو څيرې څرګندې شوې.
ياد رسنيز کنفرانس د PTI Khyber Pukhtunkhwa فيسبوک پاڼې څخه خپريده.
ټکنالوژی سره لوبې پاکستان کې نوی رنګ واخيست او ياد رسنيز کنفرانس کې پر مخ د پيشو څيره څرګنديدل ناندرۍ راپارولي.
د ياد رسنيز کنفرانس ويډيو او انځورونه ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کيږي ولې د تحريک انصاف خيبر پښتونخؤا حکومت خپل فيسبوک پاڼه باندې له يادې تيروتنې بښنه غوښتې او ويلي دي چې دا د يو رضا کاره کار کوونکي تيروتنې وه او دوی به د يادې پيښې پلټنه وکړي.

