SKIP TO MAIN CONTENT

سعودي عربستان: د تراويح لمونځونه دې کور کې ترسره شي

د سعودي عرب اسلامي چارو وزارت د تراويح لمونځ په اړه پريکړه اعلان کړه.

The Hajj crowd at Mecca during the night
The Hajj crowd at Kaabah in Mecca during the night Source: Getty images

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Skip to article content

د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت اعلان ورکړ، چې روژي مياشت کې به د تروايح لمونځ يوازې کورونو کې ادا کيږي.

ياد وزارت وويل، د کرونا ويروس تر له مينځه تګ پورې به په جوماتونو کې لمونځونه نه ترسره کيږي.

د سعودي عرب اسلامي چارو وزير ډاکټر عبدالطيف ال شيخ له الرياض ورځپاڼې سره مرکې دوران کې وويل، په جوماتونو کې پر ۵ وخته لمونځ بنديز لګيدل د تراويح له بنديز څخه ډير سخت کار دی.

ښاغلي وويل، مونږ له الله څخه غواړو ترڅو دې ټول تراويح لمونځونه که هغه کور کې او يا له جوماتونو کې ترسره کيږي ټول دې قبول کړي.

سعودي عرب کې بيا په يوې جنازې کې هم له ۶ کسان ډير ګډون نشي کولی.

 

 

 


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now