د مدینې منورې جومات ته نږدې ځانمرګي بريدګر مرګ ژوبله اړولې

ځانمرګي بريدګرو د سعودي عربستان پر دريو ښارونو بريد کړی او کڼ شمير کسانو ته يي مرګ ژوبله اړولی.

Saudi Arabia attack

AAP Source: AAP

ځانمرګي بريدګرو د سعودي عربستان پر دريو ښارونو بريد کړی او کڼ شمير کسانو ته يي مرګ ژوبله اړولی.

يو ځانمرګي د سعودي عربستان په مدینه منوره ښار کې د نبوي جومات سره نژدې چاودنه کړې ده. ياد بريد د موټرونو په تمځای کې د ساتونکو پر پوسته شوی او څلور ساتونکي وژل شوي..

د سعودي د امنيتي چارواکو په وينا بریدګر هغه مهال چاودنه وکړه چې ساتندویانو نبوي جومات ته د ننوتلو په وخت کې ودرولو.

العربیه تلویزیون د دې پېښه په اړه بیا وايي‌ د بریدګر موخه ساتندویان وو او له دوی سره د روژه ماتي په پلمه ځان نژدې کړی وو.

نورو ځانمرګو بريدونو کې د تلفاتو په اړه څه ندي ويل شوي.

 تر اوسه د بريد پړه چا پر غاړه نده اخيستې ولې دا وخت  د بريد ډير شک پر دايش نومې ډلې کيږي..

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now