د روان کال د حج په مراسمو کې یواځې په سعودي عربستان کې مېشت خلک ګډون کولای شي

هغه بهرنیان چې اوسمهال په سعودي عربستان کې مېشت دي کولای شي د حج په مراسمو کې ګډون وکړي

20200623001475755976-original_1.jpg
د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې د روان کال د حج په مراسمو کې یواځې هغه خلک کډون کولای شي چې اوسمهال په دغه هېواد کې مېشت دي. 

د سعودي حکومت دغه پرېکړه د کرونا وېروس د لا ډېرو  خپریدو د مخنیوي په موخه نیولې.

هر کال په میلیونونو کسان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د حج په مراسمو کې د کډون لپاره سعودي عربستان ته سفر کوي، مګر سږکال د نورو هېوادونو اوسېدونکو ته اجازه نه ورکول کېږي ترڅو سعودي عربستان ته سفر وکړي.

د یادولو وړ ده، هغه بهرنیان چې اوسمهال په سعودي عربستان کې مېشت دي کولای شي د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
Muslim pilgrims pray during the annual hajj pilgrimage, near the holy city of Mecca August 2019.
Muslim pilgrims pray during the annual hajj pilgrimage, near the holy city of Mecca August 2019. Source: AP
د سعودي عربستان حکومت په تېرو ۹۰ کلونو کې هېڅکله د حج مراسم ندي لغوه کړي.

تر دې وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د سعودي عربستان حکومت پرېکړه کړې و ترڅو د کرونا وېروس د مخنیوي په موخه د عمرې په موخه سفرونه هم بند کړي.

په سعودي عربستان کې تر دې دمه شاوخوا ۱۶۱ زره کسان په کرونا وېروس اخته شوي او له ۱۳۰۰ څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د روان کال د حج په مراسمو کې یواځې په سعودي عربستان کې مېشت خلک ګډون کولای شي | SBS Pashto