دا خبر له هغه وروسته خپور شو کله چې پاچا سلمان بن عبدالعزيز السعود د فساد ضد يوې کميټې جوړولو اعلان وکړ او د يادې کميټې مشري شهزاده محمد بن سلمان مخته وړي. ياده کميټه به د ۲۰۰۹ کال سيلاب او هم مينځني ختيځ کې د ميرس وايروس خپريدو پلټنه هم کوي.
سعودي عرب حکومت ۱۱ شاهي کورنۍ غړي او څلور بر حاله وزيراناو هم ځيني پخواني وزيران يا خو توقيف کړل او يا هم له دندو لرې کړل.
سعودي حکومت د شاهې کورنۍ يو بل مهم غړۍ شهزاده ميطيب بن عبدالله چې د ملي ګارډ مشر او هم د شاهي څوکۍ لپاره راتلونکی وړ کس بلل کيده هغه هم نيول شوی.
د اقتصاد وزير اديل فاقح هم له دندې لرې کړای شوی.
پاچا سلمان وويل چې لرې شوي وزيرانو خپلو ګټو لپاره کار کاوه.
يادو نيول شوو کسانو کې د سعودي عرب او هم د عربي هيوادو تر ټولو شتمن سوداګر الوليد بن طلال شامله دی.

US President Donald J. Trump، US First Lady Melania Trump , King Salman bin Abdulaziz al-Saud of Saudi Arabia and Egyptian President Abdel Fattah al-Sisi Source: SAUDI PRESS AGENCY
شهزاده بن الوليد د نړۍ سترو کمپنيو کې لکه اپل،تويټر او سي ټي بانک برخه يا پکې پانګوونه لري.
ويل کيږي چې د نيول شوو کسانو بانکي حسابونه کنګل کيږي او هم پر ه
هغو د سفر کولو بنديز لګول کيږي.
د شتمن سوداګر نيول به د سوعدي عرب پر اقتصادي مارکيټ خپلې منفي اغيزې وشيندي.
شریکول

