اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د اپريل ۱۰ - د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير يو ميليون او شپږ سوه زرو څخه لوړ او نږدې ۹۶ زره کسان ياد ويروس وژلي.

اسټراليا کې د کرونا ويروس ۵۴ کسان وژلي او ۶۲۰۴ پرې مبتلا دي.

له جنوبي امريکا څخه ۲۸۰ اسټراليايان وژغورل شول او ځانګړو الوتکو کې اسټراليا ته راوستل شول.

د تورخم او سپين بولدک لارې سوداګرو پر مخ پرانيستل شوې

بشپړ خبرونه

نړۍ کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير چټکۍ سره ډيريدو حال کې دی او دا مهال يو ميليون او شپږ سوه زره کسان پر ياد ويروس مبتلا شوي.

له مبتلا کسانو څخه نږدې ۹۷۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵۶،۰۰۰ نور يې روغ شوي.

بله خوا سعودي عرب کې د شاهي خاندان ۱۵۰ غړي پر کرونا ويروس مبتلا کيدو خبر ورکړل شوی

امريکا بيا هم تر نورو ډير د مثبتو پيښو شاهده دی او دا مهال ياد هيواد کې  ۴۶۶۳۰۰ کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي او نږدې ۱۶۷۰۰ امريکايانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

هسپانيه کې ۱۵۳ زره، ايټاليا کې ۱۴۳ زره، فرانسه کې ۱۱۸ زره او جرمني کې هم ۱۱۸ زره کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي.

افغانستان کې دا مهال ۵۲۱ کسان پر کرونا ويروس مبتلا، ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه وکړِی او ۳۲ نور بيا روغ شوي.

بله خوا پاکستان کې تر دې دمه ۴۷۰۰ کسان پر کرونا ويروس مبتلا او ۶۸ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړئ.

 

اسټراليا کې پر کرونا ويروس د نوو کسانو مبتلا کيدو شمير کابو ښکاري او هره ورځ د لږو مثبتو پيښو خبر ورکول کيږي.

دا مهال ټول اسټراليا کې ۶۲۰۴ کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي او ۵۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

جنوبي امريکا کې بند پاتې ۲۸۰ اسټراليايان او نيوزيليند اتباع ځانګړو الوتنو سره اسټراليا راوستل شول.

۲۸۰ ژغورل شوي اسټراليايان ملبورن ښار ته رسيدو وروسته هوټلونو کې ۱۴ ورځو لپاره قرنطين شول.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ماريس پاين وويل، راتلونکې اونۍ به نورې ورته الوتنې ترسره او اسټراليايان به بيرته خپل هيواد ته راوستل شي.

حکومت له هند، نيپال او فيليپين هيوادو څخه هم د اسټراليايانو راوستلو پلان باندې کار کوي.

 

د نيو ساوت ويلز ايالت چارواکو نن اعلان وکړ، که هر کس پر پوليسو،امنيتي ګارډانو، او روغتيا کار کوونکو باندې لاړې تو کړي او يا ورباندې قصدآ ټوخی وکړي نو ۵۰۰۰ ډالر جريمه کيږي.

دا خبرې داسې حال کې مطرح کيږي چې د ځينو ذکر شوو پيښو خبر ورکړل شوی کوم چې د چارواکو په وينا د منلو نه او جرم کوونکي به له سخت قانوني چلند سره مخ کړي.

 

د تورخم او سپين بولدک دروازې د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شوې.

دا پداسې حال کې ده چې پاکستان چارواکو لدې مخکې ويلي ول چې د اپريل پر لسمه نيټه به د بار وړونکو پر مخ ترانزيتي دروازې پرانيستل کيږي.

کندهار او ننګرهار کې چارواکو د بار بري موټرو راوښتو پخلی کړی.

 

د ويکتوريا ايالت د کورني تاوتريخوالي قربانيانو لپاره د ۴۲ ميليونو ډالرو مرستې اعلان وکړ.

دا پيسې به پر هغو کسانو لګول کيږي کوم چې کورني تاوتريخوالي له امله له کوره تښتي او يا د مرستې غوښتنه کوي.

 

د اسټراليا حکومت خپل له هغې پريکړې دفاع کړې کوم چې نه غواړي لنډمهاله کار کوونکو ته کوم چې يو کار ځي کې يې له ۱۲ مياشتو لږ وخت لپاره کار کړی وي د مياشتې لږ تر لږه ۳۰۰۰ ډالر مرسته وکړي.

حکومت د ۱۳۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت ټولو هغه نيمه وخت، پوره وخت، شخصي کارباريانو، او غير منظم کار کوونکو ته کومو چې يو کار ځای کې ۱۲ مياشتې کار کړی وي لږ تر لږه د مياشتې ۳۰۰۰ ډالر او لدې ډيرو مرستې پريکړه وکړه. ياد کاريګرو بايد خپل کارونه د کرونا ويروس له امله له لاسه ورکړي وي.

د حکومت مخالف ګوند يا ليبر پر حکومت فشار ډير کړی ترڅو دې هغو نيمه وخت کاريګرو ته هم همداسې پيسې ورکړي کومو چې له ۱۲ مياشتو يې لږ وخت لپاره کوم ځي کې کار کړی وي.

 

د پيسو نړيوال صندوق ټوله نړۍ کې د اقتصاد وده منفي اټکل کړې، معنی داچې د نړۍ اقتصاد په ټپه ولاړ دی او ودې پر ځای يې منفي حالت غوره کړی.

د ياد صندوق مشرې کريستالينا ويلي، نړۍ دا مهال د ۱۹۳۰ کال ژور خپګان څخه وروسته تر ټولو بد اقتصادي حالت کې دی.

 

اوروپايي ټولنې د خپل غړو هيوادونو اقتصادي بحران څخه ويستلو لپاره د ۸۶۳ ميلياردو ډالرو بوديجه اعلان کړه.

غړو هيوادونو وويل، بايد ټول پر وخت او چټک ګام پورته کړي مخکې لدې چې وخت تير شوی وي.

 

بله خوا لويديځ اسټراليا چارواکي وايي، چې دا مهال ۶ لويې کښتۍ له ۶۰۰۰ مسافرو سره د پرت ښار لور ته راروانې دي.

د ياد ايالت صدر اعظم مارک مکګوان ووي، يادو کښتيو مسافرو ته به اجازه ورنکړي ترڅو لويديځ اسټراليا هيڅ بندر کې مسافر ښکته کړي.

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto, NACA
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service