اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د اپريل ۱۱ - د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

  • نړۍ پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير ۱ ميليون ۸ لکه او ۵۴ زرو څخه لوړ شو او تر دې دمه ۱۱۴۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
  • اسټراليا کې د روغتيا برخې چارواکو له عامو خلکو له کورونو څخه نه وتلو لپاره مننه وکړه او شته تدابيرو له مخه دا مهال ډير لږ شمير کې اسټراليايان پر کرونا ويروس مبتلا کيږي.
  • د کندهار امنيه قومندان وايي، د طالبانو لخوا خوشې شوي کسان ټول ملکي دي.
  • چين کې يو ځل بيا پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير په لوړيدو دی.

بشپړ خبرونه

نړۍ کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير دوه ميليونو ته نږدې شو او له ۱۱۴،۰۰۰ ډيرو کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

امريکا کې دا مهال نږدې ۵۶۰،۰۰۰ کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي او ۲۲ زرو څخه ډيرو امريکايانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

له امريکا وروسته هسپانيه کې نږدې ۱۶۷،۰۰۰ مثبتې پيښې او ۱۷۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لااسه ورکړی، ايټاليا کې بيا ۱۵۶،۰۰۰ مبتلا او له شل زرو ډيرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

افغانستان کې تر دې دمه ۶۰۷ مثبتې پيښې ثبت شوي او ۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

پاکستان کې بيا مثبتو پيښو شمير نږدې ۵۵۰۰ ته لوړې شوي او نږدې ۱۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

اسټراليا کې د ايسټر درې ورځې رخصتي نن شپه پای ته رسيږي.

د اسټراليا ټولو ايالتونو کې نن هم د کويډ ۱۹ مثبتو پيښو لږ شمير خبر ورکړل شو، د روغتيا برخې چارواکي له اسټراليايانو خپل کورونو کې پاتې کيدو لپاره مننه وکړه.

دا مهال ټول اسټراليا کې د کويډ۱۹ مثبتو پيښو شمير ۶۳۶۶ ته رسيږي او ۶۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

اسټراليا کې بيا د مبتلا شوو کسانو نيمايي يعنې ۳۳۳۸ کسان بيرته روغ شوي.

نيو ساوت ويلز کې ۲۸۶۳، ويکټوريا کې ۱۲۸۱ او کوينزليند کې ۹۸۷ پيښې ثبت شوي.

 

د نيو ساوت ويلز ايالت روغتيا چارو وزير براډ حازارډ وايي، د زاړو کسانو ساتنې ځايو کې هره تيروتنه به ويجاړوونکې پايلې ولري.

د نوموړي دا خبرې له هغه وروسته مطرح کيږي چې سيدني ښار زاړو کسانو ساتنې يو مرکز کارکوونکی چې څه موده بيمار وه او له بيماری وروسته ۶ ورځې کار ته هم راغلی وه وروسته وموندل شوه چې نوموړی کويډ۱۹ باندې مبتلا شوی.

د کار کوونکي له وجې يو زوړ کس پر کرونا ويروس مبتلا شوی او د بل کس معاينې پايله لا نده راغلې.

 

د روبي پرينسين لويې کښتۍ دوه نورو مسافرو کويډ۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تر دې دمه د يادې کښتۍ ۲۶ مسافر د کرونا ويروس له امله وژل شوي.

 

د کوينزليند ايالت صدر اعظمې اناستاسيا پالاشي اعلان وکړ چې د ښوونځي دويم دور زده کړې لپاره به ښوونځي هغو ماشومانو لپاره پرانيستل کيږي د کومو چې والدين ضروري کارونه ترسره کوي.

اغلې وايي، دا پريکړه به راتلونکې مياشت يو ځل تر غور لاندې نيسي.

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن د ښوونځيو پرانيستې باندې ټينګار کوي.

اسټراليا کې د کويډ۱۹ لپاره به لدې وروسته د ښوونځيو استادان او کارکوونکي او هم د ماشومانو ساتنې مرکزو کار کوونکو ته لومړيتوب ورکول کيږي ترڅو کرونا ويروس لپاره معاينه شي.

 

نيو ساوت ويلز ايالت اعلان وکړ چې د کورونو او سوداګريزو ودانيو کرايه کوونکو سره به ۴۴۰ ميليونه ډالر مرسته کوي.

ياد ايالت کې اوس نوی قانون رامينځته شوی د کوم له مخه چې د کور يا کومې ودانۍ مالک نشي کولی خپل کرايه دار د کرايه نه ورکولو او يا اقتصادي ستونزو له امله له کوره وباسي.

نوي قانون له مخه کرايه دار او مالک دواړه سره جوړ جاړی کوي او حکومتي مرسته هم ترلاسه کولی شي.

د کرايه لپاره مرستې حقدار هغه کسان دي کومو چې کورونا ويروس له وجې خپل عايد لږ تر لږه ۲۵ سلنه له لاسه ورکړې وي.

 

د اسټراليا حکومت اسټراليايانو ته ويلي، ددې هيڅ ضمانت نشي ورکولی چې ګواکې اسټراليايان به وشي کولی د روان کال پای پورې له اسټراليا څخه بهر سفر وکړي.

د کرونا ويروس وبا دا مهال ټوله نړۍ کې حالت بحراني کړی او داچې کله به خلک د سفر کولو اجازه ترلاسه کړي دا لا معلومه نده.

د حکومت په وينا کيدای شي روان کال پای پورې اسټراليايان بهرني سفرونه ونشي کولی.

د حکومت په وينا، کيدای شي اسټراليا کې دننه داخلي الوتنې بيرته فعاله شي ولې د بهرنيو سفرونو ضمانت څوک نشي ورکولی.

 

چين کې له سلو ډير کسان په کرونا ويروس مبتلا شوي، اوس ددې ويره ده چې د ياد ويروس دويمه څپه به يو ځل بيا چين له کړيچ سره مخ کړي.

۶ اونۍ وړاندې چين کې تر ټولو لوړ شمير يعنې شاوخوا ۸۰ زره کسان پر ياد ويروس مبتلا کيدو خبر ورکړل شو ولې دا لومړی ځل دی چې له حالت کابو کيدو وروسته په دومره ډير شمير چينايان پر ياد ويروس مبتلا کيږي.

 

د کندهار امنيه قوماندان تادين خان وايي، د طالبانو لخوا د افغان امنيتي ځواکونو په نوم خوشي شوي کسان ټول ملکي دي.

طالبانو د افغان حکومت د طالب بنديانو خوشې کولو بدل کې شل تنه د سره صليب ادارې په لاس افغان حکومت ته وسپارل.

تادين خان بي بي شبکې سره خبرو دوران کې وويل، د دوی د جلب او جذب څانګې په دې اړه پلټنې کړې دي ا خوشي شویو کسانو کې پوخیان نشته، بلکې ټول عادي ولسي وګړي دي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto, NACA
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service