اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د مارچ ۲۸ - د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

  •  نړۍ کې د کرونا مثبتو پيښو شمير له  ۶ سوه زرو څخه لوړ شو.
  • اسټراليا کې د کرونا مثبتو پيښو شمير ۳۶۳۷ ته ورسيد.
  • د پاکستان حکومت د عمران خان پر کرونا ويروس مبتلا کيدو خبر رد کړ
  • او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد حکومت لخوا د مذاکراتي جوړ شوي ليست هر کلی کړی
 

بشپړ خبرونه

نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۶ سوه زرو ته لوړې شوې.
دا مهال ۲۷۵۰۰ کسان ياد ويروس وژلي او ۱۳۱ زره بيا روغ شوي.
د اسټراليا حکومت کابينې پريکړه وکړه چې لدې وروسته اسټراليا ته له بهر څخه راتلونکي ټول کسان به ۱۴ ورځو لپاره په هوټلونو او نورو دولتي ځايونو کې قرنطين کيږي.
دا پريکړه له هغه وروسته وشوي چې پخوا له اسټراليايانو څخه خپلو کورونو کې ځانونو قرنطين کولو غوښتنه کيدله ولې لدې غوښتنې څخه ځينو کسانو سر غړونه کوله.
د ټولو ايالتونو مشرانو ويلي چې له نن شپې وروسته به دا تدابير پر مخ اچول کيږي او ټولو ايالتونو کې هوټلونه تيار شوي ترڅو راغلي مسافر هلته قرنطين کړي.




اسټراليا کې د کرونا مثبتې پيښې نږدې ۳۶۰۰ تنو ته ورسيدې.
نيو ساوت ويلز او ويکټوريا ايالتونو کې د ريکارډ په کچه مثبتو پيښو کې ډيروالی راغلی.
.نيو ساوت ويلز ايالت کې تر تيرې شپې ۸ بجو پورې ۲۱۲ نوې پيښې او بيا ويکټوريا ايالت کې ۱۱۱ نوې پيښې ثبت شوې
اسټراليا کې د کرونا ويروس تر دې دمه ۱۴ کسان وژلي، نيو ساوت ويلز ايالت کې ۱۶۱۷ او بيا ويکټوريا ايالت کې ۶۸۵ مثبتې پيښې ثبت شوي.

د اسټراليا ډيري ايالتونه د نوو محدوديتونو پلي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
جنوبي اسټراليا کې که څوک قرنطين کولو څخه سر غړونه وکړي نو ځای پر ځای ۵۰۰۰  ډالر جريمه کيږي.
د جنوبي اسټراليا پوليسو کميشنر ګرانت ستيوينز وايي، د ټولنې ډيري غړي نوو محدوديتونو برخه کې همکاري کوي ولې اوس هم ځيني کسان شته چې له يادو محدوديتونو څخه سر غړونه کوي.



د اسټراليا ويکټوريا ايالت پريمير ډينيل انډريوز وايي، ياد ايالت کې د راتلونکو مسافرو قرنطين کولو لپاره په کافي اندازه هوټلونه تيار شوي او راغلي مسافر به يادو هوټلونو کې ۱۴ ورځو لپاره قرنطين کيږي.
د هوټلونو کار کوونکي به پر خپلو دندو ساتل کيږي او ويکټوريا ايالت کې ۵۰۰۰ د هوټلونو کوټې قرنطين لپاره برابرې شوي.
پريمير وايي، نن شپې وروسته ياد ايالت ته ۱۵۰۰ نوي مسافر له بهر څخه رارسيږي.
له بهر څخه راغلي کسان که ځانونه قرنطين نه کړي نو ۱۶۰۰ ډالر جريمه کيږي او که منع شوي کاروبارونه فعاليت وکړي نو هغوی بيا لس زره ډالر جريمه کيږي.

 د انګلستان لومړی وزير بوريس جوهنسون او د روغتيا وزير مات حانکاک پر کرونا ويروس مبتلا شوي.
دواړو د کرونا ويروس مثبتو پيښو خبر ورکړی او وايي چې علايم يې دا مهال جدي ندي.
انګلستان کې دوه لنډمهاله روغتونونه جوړيږي کوم چې ۳۳ زره بستريز دي او روان حالت کابو کولو کې به ورڅخه کار واخيستل شي.
د انګلستان حکومت لوړ پوړي چارواکي ويلي، د کرونا وايروس هر څوک نيولی شي.
معنی داچې لومړي وزير څخه نيولې تر عادي وګړي پرې مبتلا کيدلی شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت لخوا د سولې مذاکراتي پلاوي خپور شوي ليست هر کلی کړی  او ياد ليست يې يو ټول شموله ليست ياد کړی.

افغان حکومت وايي، تيار شوے ليست يې له غور سره جوړ او سلا مشورو وروسته يې مذاکراتو لپاره وړاندې کړ. خپاره شوي ليست غړي به له طالبانو سره د سولې خبرو کې د افغانستان د حکومت استازيتوب وکړي.

د ټاکل کېدو هر کلی کړی او هغه یې یو «ټول شموله» پلاوی بللی دی.

ارګ تېره اونۍ اعلان وکړ چې د یاد پلاوي غړي له ډېر غور او د ټولنې له اغېزناکو اقشارو سره تر سلا مشورو وروسته ټاکل شوی چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې به د افغان حکومت استازيتوب وکړي.

 

لندن کې ميشت يو ټلويزيوني شبکي د پاکستان لومړي وزير عمران خان په کرونا ويروس مبتلا کيدو خبر وکړ.

ياد خبر چې ټولنيزو رسنيو کې هم لاس په لاس کيده، د پاکستان حکومت لخوا رد او ياد خبر يې جعلي وګڼه.

پاکستان کې د مهال پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير ۱۴۰۸ تنو ته رسيدلی او ۱۱ کسانو بيا تر دې دمه ياد ويروس وژلي

د روغتيا نړيوالې ادارې خبردارۍ ورکړی چې روغتيا برخې کار کوونکي د ځان ساتنې تولو له کمښت سره مخ دي او داسې حالت کې دوی نشي کولی ترڅو د نورو بيمارانو ژوند خوندي کړي.
د روغتيا نړيوالې ادارې دوه ميليونه خوندي ساتنې توکي د نړۍ ۷۴ هيوادونو ته ليږلي ترڅو ياد ويروس سره مبارزه وشي.
بله خوا ناروي او هسپانيه کې دوه ډوله درملو باندې تجربه کيږي ترڅو کرونا ويروس درملنې لپاره ترې کار واخيستل شي.
د  ډبليو اين او مشر ډاکټر ټيډ روس د نړۍ پر هيوادو غږ کړی ترڅو دې يو بل ته لاس وکړي او يادې وبا سره دې په ګډه مبارزه وکړي او دا يقيني کړي چې داسې يو کار بيا تکرار نشي.

 

 .

 

 


شریکول

خپور شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service