اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د مارچ ۲۵ نيټه، د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل.

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

کابل کې د سيکانو پر درمسال بريد کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

اسټراليا د کرونا ويروس د همغږي يو کميسيون جوړ کړ

اسټراليايي هوايي شرکت ويرجن خپل ۸۰ سلنه کار کوونکي ځواب کړل

جاپان د اولمپيک لوبې يو کال لپاره وځنډولې

کابل کې د سيکانو پر درمسال بريد د څلورو بريدګرو وژل کيدو وروسته پای ته ورسيد.

نن د کابل په وخت سهار وخت کې څلور بريدګرو د سيکانو عبادت ځای درمسال باندې بريد وکړ.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په وينا ياد بريد ۱۱ عام افغانان وژل شوي.

دايش ډلې د ياد بريد مسوليت پر غاړه اخيستی.

 

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، د اسټراليا تر ټولو غوره مشاورين يې راټول کړي ترڅو روان اقتصادي بحران سره مبارزې او پر ټولنيز ژوند اغيز برخه کې کار وکړي.

بله خوا لومړي وزير دا هم وويل، د ټولو اسټراليايانو غير جدي عملياتونه ځنډوي ترڅو پر روغتونو بوج کم شي.

دا عملياتونه به دولتي او شخصي روغتونو کې څه مودې لپاره ځنډول کيږي.

لومړی وزير وايي، دا ټولې پريکړې اسانه ندي او له ډيرې بې وسی دا کار کوي.

نن شپه د اسټراليا کابينه يو ځل بيا ناسته کوي او روانو حالاتو بحث او ځيني نوې پريکړې کوي.

 

د اسټراليا د حکومت مخالف ګوند مشر انتوني البنيزي د حکومت پر لارښوونو او نوو محدوديتونو نيوکې کړي او وايي، حکومت عامو خلکو ته معلومات ښکاره او سم نه ورکوي.

ښاغلی وايي، د حکومت لخوا کيچ معلومات چې څوک څه وکړي او څه نه د ډيرو خلکو انديښنې راپارولي.

ټيره شپه لومړي وزير اعلان وکړ ترڅو لويو سوپر مارکيټونو کې د خوړو مرکزونه دې وتړل شي او هم دې ودونو کې ۵ کسه او جنازو کې ۱۰ کسه ګډون وکړي.

البنيزي وايي، د حکومت لخوا داسې کيچ معلومات خلک انديښمن کړي.

 

اسټراليا کې د روغتيا چارواکو اعلان وکړ، اسټراليا کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير له ۲۲۰۰ څخه لوړ شو.

.تر دې دمه له مبتلا کسانو څخه ۱۷ يې د روغتون عاجلې څانګې کې درملنې لاندې دي

اسټراليا کې شميرې ښايي، د مبتلا کسانو يوازې ۱۰ سلنه يې درملنه ترلاسه کړې کوم چې د حکومت روغتيايي سيسټم يې له ستونزو سره ندی مخ کړی.

 

په تيرو دوو ورځو کې ۲۸۰،۰۰۰ اسټراليايانو حکومتي پيسو مرستې ترلاسه کولو لپاره غوښتنليک ورکړی.

د سينټرلينک ويپاڼې څخه نن په يو وخت کې ۲.۶ ميليونو اسټراليايانو ليدنه کوله.

 

د امريکا کانګرس دوه ټريليونو بوديجه يې تصويب کړه ترڅو امريکا له روان اقتصادي بحران څخه وباسي.

دا لوی رقم د پيسو چې له څو ورځو راهيسې کانګريس کې تر بحث لاندې وه نن تصويب او حکومت ته واک کې ورکړل شو.

لدې خبر سره د نړۍ اقتصادي مارکيټونو يو څه ساه ترلاسه کړه او تمې سره سټاک اکسچينج کې د شير نرخونو کې لوړوالی راغی.

 

نن غرمې وروسته پر ټولو اسټراليايانو له اسټراليا څخه بهر سفر کولو باندې بشپړ بنديز ولګيد.

لومړي وزير تيره شپه ياد بنديز په اړه وويل، حکومت مخکې له اسټراليايانو څخه غوښتي ول ترڅو دې بهر ته سفر نه کوي ولې د ښاغلي په وينا ځينو اسټراليايانو دا غوښتنه له پامه غورځوله نه ځکه د حکومت لخوا بشپړ بنديز اعلان وشو.

 

اسټراليا هوايي شرکت ويرجن اعلان وکړ چې د خپل ۸۰ سلنه کار کوونکو ته ځواب ورکوي.

ويرجن اسټراليا وويل سټاک اکسچينج کې يې د شير قيمتو کې کموالی او هم داخلي الوتنو په بشپړ ډول تړل ياده کمپنۍ اړ ايستله ترڅو خپل کار کوونکو شمير کې کمی راولي.

ټايګر اير ويز هم خپل ټولې الوتنې وځنډولې.

دا مهال ټوله نړۍ کې ۴۲۴۰۰۰ کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي.

۱۰۹،۰۰۰ له يادو بيمارانو څخه روغ شوي او ۱۸۹۰۰ نورو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړئ.

اسټراليا کې بيا ۲۴۳۱ کسان پر کرونا ويروس مبتلا شوي.

۱۴۹ روغ شوي او بيا ۸ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی.


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: SBS Pashto

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service