Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د مارچ مياشت ۲۳ نيټې د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل.

SBS Pashto News
Source: SBS Pashto

د اسټراليا ټولنيزو خدمتو ادارې د ۵۰۰۰ نوو کاريګرو ګومارلو خبر ورکړ ترڅو د سينټرلينک او نورو خدمتو ډير غوښتنو ته رسيدنه وکړي.

کوينزليند ايالت د اسټراليا نورو ايالتو او سيمو پر وړاندې خپلې پولې وتړلې

کاناډا او اسټراليا پريکړه وکړه چې د يادو هيوادو لوبغاړي به راتلونکي اولمپيک لوبو کې برخه نه اخلي.

بشپړ خبرونه

د اسټراليا فدرال حکومت وايي، چې د عامه خدمتونو ادارې باندې له هر وخت څخه اوس فشار ډير دی او ډير خلک کتارونو کې ولاړ وي ترڅو د سينټرلينک دفترونو کې خدمتونه ترلاسه کړي. دا مهال ډير شمير اسټراليايان د کرونا وايروس بيړني حالت په رڼا يادو خدمتونو ته مخ کوي.

د حکومت عامه خدمتو وزير سټارټ روبيرټ وايي، هيڅ اسټراليايي به له تاوان سره مخ نشي او نه به له پامه وغورځول شي.

د MyGov حکومتي ويبپاڼه چې د سينټرلينک خدمتونه هم وړاندې کوي د ډيرو مراجعه کوونکو له وجې وټړل شوه او بل د حکومت خوا نوو کاري شرايطو له مخه چې د کاريګرو ترمينځ بايد ۱.۵ متره فاصله وي همدې له امله اوس لږ شمير دولتي کار کوونکي سينټرلينک کې کار کوي.

د تيرې اونۍ پای کې ۶۰۰۰ کسانو له يادې ويبپاڼې څخه کتنه کوله ولې نن بيا دا شمير ۵۵۰۰۰ ته لوړ شو.

 

د اسټراليا د روغتيا برخې مشر افسر وايي، اسټراليا بايد نوو سختو تدابيرو او محدوديتونو سره د کرونا وايروس خپريدل يا ودروي او يا يې ورو يا کنټرول کړي.

د روغتيا برخې چارواکي وايي، اسټراليا کې د کرونا وايروس باندې مبتلا کسانو شمير په لوړيدو دی ولې بيا بله خوا له ياد وايروس څخه د مړينې کچه د نورې نړۍ پر پرتله ډيره ټيټه ده.

پروفيسر مورپهي وايي، اسټراليا کې ټولنيزې فاصلې ساتلو لپاره کوم تدابير چې وړاندې شول اسټراليايانو له هغې څخه سر غړونه وکړه او جدي يې ونه نيول.

د اسټراليايانو همدې کار حکومت اړ کړ ترڅو نوي سخت تدابير وړاندې کړي.

اسټراليا کې دا مهال ۱۳۵،۰۰۰ کسانو د کرونا معاينه شوې او يوازې شاوخوا ۱۷۰۰ کسانو کې ياد وايروس موندل شوی.

 

نن شپي څخه به ويکټوريا ايالت کې خلک روغتونو ته په عادي شکل سره تګ ونشي کولی.

د ويکټوريا ايالتي حکومت وايي، روغتونو کې د بيمار پوښتنې ته تګ وخت کې ځيني کسان کيدای شي بيمار او هم د روغتون کار کوونکو ته د کرونا وايروس وليږدوي.

دوه کسان يوه ورځ کې د يو بيمار پوښتنې ته تللی شي ولې کومې ښځې چې ماشوم زيږوي هغو لپاره بيا شرايطو کې نرمي په نظر کې نيول شوې.

ويکټوريا ايالت کې دا مهال ۳۵۰ کسان په کرونا وايروس مبتلا دي او د ياد ايالت سيمه ايزو ښارګوټو کې د مبتلا کسانو شمير په ډيريدو دی.

د ويکټوريا ايالت روغتيا برخې مشر وايي، کرونا وايروس يوازې زاړه کسان نه بيماران کوي بلکې ځوانان هم پر کرونا مبتلا او بيماران کيدلی شي.

 

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو کابل ته ورسيد ترڅو روان سياسي کړکيچ کې د منځګړتوب رول لوبولو سره روان حالت سم کړي.

ټاکل شوې مايک پمپيو له ولسمشر محمد اشرف غني او له ډاکټر عبدالله عبدالله سره وګوري.

 

افغانستان کې د کرونا مثبتې پيښې ۴۰ او پاکستان کې بيا دا ۸۰۳ تنو ته ورسيدې. د دواړو هيوادو حکومتونه له خلکو څخه غواړي ترځو دې ډله ايزو ناستو څخه ډډه وکړي او دا وايروس دې جدي ونيسي.

 

هسپانيه کې د ټول هيواد تړل به راتلونکو نورو ۱۵ ورځو پورې پر خپل ځای وي.

له چين او ايټاليا وروسته هسپانيه د کرونا له امله تر ټولو ځپل شوی هيواد دی.

هسپانيه کې ۲۸،۰۰۰ کسان پر کرونا مبتلا دي او ۱۷۰۰ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ټوله نړۍ کې ۳۳۶۰۰۰ کسان پر کرونا مبتلا دي او  ۱۴۵۰۰ کسان وژل شوي.

سپورتي خبر

کاناډا او اسټراليا اعلان وکړ ترڅو راتلونکي اولمپيک لوبو لپاره خپل لوبغاړي نه استوي.

د اولمپيک لوبې چې په پام کې وې روان کال جاپان کې ترسره شي د کرونا خپريدو خطر له امله يې پر لغوه کولو خبرې روانې دي.

 


4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now