اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د مارچ مياشت ۲۴ نيټه، د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل.

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

  • اسټراليا کې پر کرونا وايروس مبتلا کسانو شمير ۲۰۴۴ تنو ته ورسيد او ياد وايروس تر دې دمه ۸ کسان وژلي.
  • نړۍ کې په تيرو ۴ ورځو کې  پر کرونا وايروس مبتلا کسانو شمير سل زره نوو مثبتو پيښو ډيروالی ريکارډ شو.
  • د افغانستان سياسي اختلافاتو غبرګون کې امريکا پر افغانستان خپلو مالي مرستو کمولو پريکړه وکړه
  • اسټراليا کې ټول لوی سپورتي ليګونه نا معلوم وخت پورې وځنډول شول.
 بشپړ خبرونه

اسټراليا کې پر کرونا وايروس د مبتلا کسانو شمير ۲۰۴۳ تنو ته ورسيد او نن يو بل اسټراليايي ښځې ياد وايروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د وروستۍ قرباني ښځې عمر شاوخوا ۷۰ کاله وه او ياده ميرمن د پرينسيس. کروز( لويې مسافر وړونکې کښتی) څخه څو ورځې وړاندې سيدني ښار کې ښکته شوې وه .

نيو ساوت ويلز ايالت کې پر کرونا وايروس د مبتلا کسانو شمير ۸۱۸ تنو ته لوړ شو.

نيو ساوت ويلز ايالت کې د حکومت مخالف ګوند مشره وايي، ځايي او فدرال حکومتونه دې د لويو مسافر وړونکو کښتيو مسافرو کنټرول  برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

له هغه وروسته چې يادې کښتۍ ځينو مسافرو کې د کرونا وايروس وموندل شو.

له يادې کښتۍ څخه زرګونه مسافر سيدني ښار کې ښکته کيدو څخه څلور ورځې وروسته زرګونو مسافرو ته د ځانونو قرنطين کولو وويل شول.

 

اسټراليا کې د کرونا وايروس معاينه کولو بڼه بدليږي.

حکومت چې پخوا يې يوازې بهرنيو مسافرو او هغو کسانو کوم کې چې د کرونا ويروس نښې ليدل کيدې معاينه کوله اوس په پام کې لري چې دا بڼه بدله کړي او نږدې راتلونکې کې نوې معاينې کولو شرايط وړاندې کوي.

د اسټراليا مشر ډاکټر يا چيف ميډيکل افيسر مرستيال ای بي سي شبکې سره خبرو دوران کې وويل، چې نږدې راتلونکې کې پر اسټراليايانو د معاينې بڼه بدليږي.

دا پداسې حال کې کيږي چې اوس له بهر څخه هيچا ته اسټراليا ته داخليدو اجازه نه ورکول کيږي.

تر دې دمه ۱۴۰ زره اسټراليايان کرونا ويروس لپاره معاينه شوي.

 

د اسټراليا فدرال حکومت وايي، ټول اسټراليا کې د روغتيا برخې کار کوونکي له ځورونې او بد اخلاقي سره مخ شوي.

د اسټراليا روغتيا چارو فدرال وزير اعلان وکړ چې ټول اسټراليا کې به ډاکټرانو ته اړين محافظتي توکي ورکول کيږي ترڅو د بيمارانو معاينه کولو دوران کې دوی خپل ځان خوندي وساتي.

 

د اسټراليا فدرال حکومت د سينټرلينک سيسټم بنديدو او د خلکو لويو کتارونو لپاره بښنه وغوښته.

پرون او نن ټول اسټراليا کې زرګونه کسان کتارونو کې ولاړ ترڅو د حکومت نوو اعلان شوو خدمتو څخه ګټه پورته کړي.

کرونا ويروس د اسټراليا اقتصاد له ستر فشار سره مخ کړی او زرګونو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړ.اټکل کيږي چې دا شمير به ميليونو ته لوړ شي.

همدا وجه ده چې اوس ډيري خلک سينټرلينک ته مخه کوي ترڅو حکومتي پيسې ترلاسه کړي.

پرون يو وخت کې د اسټراليا MyGov ويپاڼې څخه ۵۰ زرو کسانو ليدنه کوله چې دې کار ياده ويپاڼه فشار له امله وټړله.

نن سهار د ټولنيزو خدمتو وزيرې اعلان وکړ چې اوس د MyGov ويبپاڼه کولی شي يو خت کې ۱۵۰۰۰۰  مراجعه کوونکي ولري.

اغلې دا هم وويل، چې که د څوک سينټرلينک کې ډير ضروري کار ونه

لري نو خپل کارونه او يا خدمتو ترلاسه کول دې لږ وخت ته وځنډوي.

 

د اسټراليا ملي کابينه ناسته کوي ترڅو هغه کاروبارونه  او يا کورنۍ کوم چې کرونا ويروس له امله کرايه ورکولو له ستونزې سره مخ شوي له هغوی سره مرسته وکړي.

نن شپه د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن د اسټراليا ايالتونو او سيمو له مشرانو سره پر يادې موضوع خبرې کوي.

د نيو ساوت ويلز او لويديځ اسټراليا ايالتونو لا دمخه له هغو کورنيو او هم کاروبارونو سره د مرستې کولو ژمنه کړې کوم چې د کرونا ويروس له امله اوس د کرايه ورکولو له مشکلاتو سره مخ دي.

که نن پر نوې تګلار پريکړه وشي نو راتلونکو ۶ مياشتو پورې به کرايو برخه کې له بې وسه کسانو يا کروبارونو سره مرسته وشي.

 

د روغتيا نړيوالې ادارې خبرداری ورکړې چې د کرونا ويروس وبا ډيرېچټکۍ سره خپريدو حال کې ده.

ټوله نړۍ کې له ۳ سوه زرو کسانو څخه ډير پر کرونا ويروس مبتلا دي.

لومړی ځل لپاره په ۶۷ ورځو کې سل زره کسان پر کرونا مبتلا شول، دويم سل زره کسان ۱۱ ورځو کې او دريم سل زره کسان ۴ ورځو کې پر کرونا ويروس مبتلا شول.

د روغتيا نړيواله اداره وايي، د نړۍ ټول وګړي دې په کورونو کې بند شي او له يو بل څخه دې فاصله غوره کړي.

د روغتيا نړيواله اداره وايي، د کرونا ويروس يوازې دفاعي حالت سره نشي له مينځه تللی بلکې ياد ويروس پر وړاندې بايد يرغليز حالت غوره شي.

د روغتيا نړيوالې ادارې مشر ټيډ روس ګيب ري ايوس وايي، د نړۍ اوسنی حالت خواشينوونکی دی.

 

بله خوا د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره تر ليده کاته وروسته د شته اختلافاتو کمولو کې پاتې راغی او اعلان يي وکړ چې امريکا به پر افغانستان کې مالي مرستې يو ميليارد ډالر کمې کړي او له افغان چارواکو سره به پر خپل دوه اړخيزو اړيکو يو ځل بيا غور وکړ.

په خپاره شوي بيان کې راغلي، افغانستان کې شته سياسي اختلافات د امريکا ملي ګټو خلاف دی.

د اسټراليا ايالتونو کې د کرونا تائيد شوې پيښې په لاندې شمير دي.

نيو ساوت ويلز: ۸۱۸

وکټوريا: ۴۱۱

جنوبي اسټراليا: ۱۷۰

ټازمانيا: ۲۸

کوينزليند: ۳۹۷

شمالي اسټراليا:۶

لويديځ اسټراليا:۱۷۵

کنبيرا:۳۹

ټول اسټراليا کې د کرونا تائيد شوې پيښې ۲۰۴۳ ته ورسيدې.

 

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه | SBS Pashto