اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د اپريل ۱ - د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

  • اسټراليا کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې نږدې ۴۹۰۰ ته ورسيدې.
  • ټوله نړۍ کې د کرونا مثبتې پيښې له ۸۶۰،۰۰۰ څخه ډيرې شوې او امريکا کې يواځې دا شمير نږدې ۱۹۰،۰۰۰ ته لوړ شو.
  • اسټراليا کې د کرونا ويروس تر دې دمه ۲۱ تنه وژلي او د اډيليډ هوايي ډګر کې د بکسونو سمبالوونکي په کرونا ويروس مبتلا شوي او سلګونه نور کار کوونکو ته د ځانونو قرنطين کولو ويل شوي.
  • اسټراليا کې له ۴۰،۰۰۰ ډيرو تقاعد شوو نرسانو او ډاکټرانو څخه غوښتل شوي ترڅو دې بيرته خپلو کارونو ته راشي.
  • له جرمني څخه راغلې لويه مسافر وړوونکې کښتۍ چې دا مهال لويديځ اسټراليا کې ده د اسټراليا د حکومت بيرته تللو غوښتنه يې رد کړه.

بشپړ خبرونه

اسټراليا کې د کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير ۴۸۶۲ تنو ته ورسيد او ۲۱ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی

بيا هم د اسټراليا سيدني ښار تر نورو ښارونو ډيرې نوې پيښې ريکارډ کړې.

نيو ساوت ويلز کې ۲۱۸۲، ويکټوريا کې ۹۶۸، کوينزليند کې ۷۸۱، جنوبي اسټراليا کې۳۶۷، لويديځ اسټراليا کې ۳۹۲ او پلازمينه کنبيرا کې ۸۴ مثبتې پيښې ثبت شوي.

 

نړۍ کې د کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير نږدې ۸۶۱،۳۰۰ کسانو ته ورسيد.

امريکا کې بيا د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۱۹۰ زرو ته ورسيدې او ۴۰۸۱ امريکايانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د روغتيا نړيوالې ادارې مشر ويلي، د کرونا ويروس وبا د دويمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو لويه ستوزه ده چې نړۍ ورسره مخ ده.

بله خوا د امريکا دولتي چارواکي وايي، د کرونا ويروس له امله د ۱۰۰،۰۰۰ او ۲۳۰،۰۰۰ امريکانو مړينه رامينځته کيدلی شي.

 

له جرمني څخه اسټراليا ته راغلې يوه لويه مسافر وړونکې کښتۍ له ګڼو بيمارانو سره د اسټراليا لوديځ ايالت فريمانتل اوبو کې ده.

د يادې کښتۍ نږدې ۴۱ مسافر چې هغوی د کرونا ويروس درلود پيرت ښار روغتون کې درملنې لاندې دي ولې د ياد ايالت حکومت وايي له يادې کښتۍ نور مسافر درملنې لپاره د پيرت روغتونو ته نشي انتقالولی.

د ياد ايالت صدر اعظم په وينا، پيرت ښار کې روغتونونه اسټراليايانو لپاره برابر شوي او له بهر څخه نور اعضافي بيماران نشي بستر کولی.

د اسټراليا حکومت له يادې کښتۍ او شاوخوا ۱۰ نورو څخه چې د اسټراليا اوبو کې دي او پکې سلګونه مسافر سپاره دي د بيرته تاويدو غوښتنه کړې.

يادو کښتيو ته د جون مياشت پورې وخت ورکړل شوی ترڅو دې د اسټراليا اوبه پريږدي.

 

اسټراليا کې د روغتيا چارواکي وايي، د کرونا ويروس مثبتو پيښو کې چټکۍ سره ډيروالي ورو شوی او دا کار اسټراليا  لپاره ښه پيغام لرلی شي.

د روغتيا چارواکي وايي، اسټراليا کې تر اوسه ياد ويروس مبتلا کسانو لوړ شمير ته لا ندی رسيدلی.

د نيو ساوت ويلز ايالت صدر اعظمه ګلاديس بريجيکليان وايي، نيو ساوت ويلز کې هر يو وګړی بايد د کرونا ويروس سره مبارزه وکړي.

 

اسټراليا کې له شاوخوا ۴۰۰۰۰ تقاعد شوو نرسانو او ډاکټرانو غوښتل شوي ترڅو دې روغتيايي برخه کې کار پيل کړي او پر اسټراليايي ډاکټرانو او روغتونو بوج کم کړي.

هغه روغتيايي کار کوونکي کومو چې خپلې دندې ۳ کاله وړاندې پريښي کولی شي بيرته غوښتنليک ورکړي او کار پيل کړي.

 

د افغانستان هرا ولايت کې چيرې چې د کرونا ويروس ډيرې پيښې ثبت شوي ويل کيږي چې ياد ولايت کې ۱۶ ډاکټران او روغتيايي برخې کار کوونکي هم په يادويروس مبتلا شوي.

افغانستان کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۱۹۶ تنو ته لوړې شوې.

د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، چين خپل هيواد کې د کرونا ويروس کابو کولو وروسته لومړی لومړيتوب پاکستان ته ورکوي.

 عمران خان دا خبرې داسې مهال کوي چې ياد هيواد کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې له ۲۰۰۰ څخه ډيرې شوې او ۲۶ کسان ياد ويروس وژلي.

عمران خان ملي وينا کې د پاکستان له روغتيايي برخې کارکوونکو څخه مننې کولو ترڅنګ چين هيواد خپل ښارونو کې د کرونا ويروس کابو کولو وروسته له پاکستان سره ژمنه وکړه چې مرستې برخه کې به ياد هيواد ته لومړيتوب ورکوي.

 


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: SBS, SBS Pashto

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service