نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې دوه ميليونه او ۷۰ زرو تنو ته ورسيدي او يواز امريکا کې ۶۴۰،۰۰۰ کسان پر کرونا ويروس مبتلا شوي.
د اسټراليا لومړي وزير د کابينې ناستې وروسته وويل، لګول شوي محدوديتونه کدای شي لږ تر لږه څلور اونۍ نور پر خپل ځای وي.
د اسټراليا فدرال او ايالتي حکومتونه پريکړه وکړه ترڅو هر ايالت دې د ښوونځيو پرانيستلو او يا بندولو پريکړه په خپله وکړي.
اسټراليا کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې او دا کچه ورځ تر بلې ډيريدو حال کې ده.
بشپړ خپرونه
نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير ۲ ميليونه او ۷۰ زرو ته لوړ شو.
تر دې دمه ۱۳۷،۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ او بيا بله خوا ۳۲۶،۰۰۰ کسان له يادې بيمارۍ څخه روغ شوي.
امريکا کې تر نورو ډير کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي او وروستی شميرې ښايي چې ياد هيواد کې ۶۴۰،۰۰۰ کسان پر کرونا ويروس مبتلا او ۳۰،۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ.
افغانستان کې بيا تر دې دمه ۸۴۰ کسان پر کرونا ويروس مبتلا شوي او ۳۰ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړئ.
بله خوا پاکستان کې بيا ۶۸۶۵ کسان هر کرونا ويروس مبتلا شوي او ۱۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
اسټراليا کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو کې ورځ تر بلې کمی ليدل کيږي او نن ټول اسټراليا کې يوازې د ۱۹ ډيرو مثبتو پيښو خبر ورکړل شوی.
دا مهال ټول اسټراليا کې ۶۴۶۸ کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي چې يوازې ۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
له ۶۴۰۰ کسانو څخه بيا له ۳۷۰۰ ډير يې بيرته روغ شوي.
نيو ساوت ويلز کې ۲۸۹۷، ويکټوريا کې ۱۳۰۱، او کوينزليند کې ۱۰۰۱ کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي.
نن د لومړي وزير سکاټ موريسن په مشرۍ ملي کابينې او ايالتي حکومتونو صدر اعظمانو ګډه ناسته وکړه او پر ځينو مهمو روغتيايي او اقتصادي مسايلو بحث وکړ.
د اسټراليا حکومت وايي، د کرونا ويروس مبارزې برخه کې اسټراليا د نړۍ نورو هيوادو څخه مخکې او نورو ته يو مثال کيدلی شي.
اسټراليا کې هره ورځ لږ شمير کسان پر کرونا ويروس مبتلا کيږي او همدا وجه ده چې ځيني سوداګر د شته سختو محدوديتونو نرمښت غوښتنه کوي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، اوسني سخت محدوديتونه به راتلونکو ۴ اونيو پورې نه بدليدونکي وي او له هغې وروسته حالاتو ته په کتو په ځينو برخو کې کيدای شي نرمښت راوستل شي.
بله خوا نن دا پريکړه هم وشوه چې ټول ايالتي حکومتونه دې د ښوونځيو پرانيستلو او يا تړلو پريکړه په خپله وکړي.
د اسټراليا د شميرو ادارې نن خپل تازه رپوت کې د مارچ مياشت کې د بې کارۍ کچه ۵.۲ ياده کړې کوم چې يوازې، ۰.۱ سلنه ډيروالی ښايي.
دا شميرې د اسټراليا کاروبارونو تړلو او هم محدوديتونو څخه مخکې ثبت شوي، معنی داچې اوسمهال به لدې شميرو ډير کسان اسټراليا کې بې کاره وي.
د اسټراليا حکومت بيا وايي، د ګټورو اقتصادي پاليسيانو له مخه يې اسټراليا کې د بې کارۍ کچه ډيره ټيټه ساتلې.
حکومت اټکل کوي چې تر جون مياشت پورې به ۱۰ سلنه اسټراليايان يعنې ۱.۴ بې کاره وي.
ويکټوريا ايالت کې د کرونا وبا لپاره ۲۳۰ نوي بيړني خدمتو کوټې فعاله شوي.
د ياد ايالت حکومت د کرونا وبا سره مبارزې لپاره يې د ۱،۹ ميلياردو ډالرو پيسو مرستې اعلان کړی.
ويکټوريا ايالت کې د ځينو روغتونو فعاليتونه پراخه شوي چې په هغو کې د کيسې روغتون چې برويک کې دی هم پراخه شوی.