اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د اپريل ۲ - د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

  • اسټراليا کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې نږدې ۵۲۰۰ ته ورسيدې.
  • ټوله نړۍ کې د کرونا مثبتې پيښې له ۹۳۸۰،۰۰۰ څخه ډيرې شوې او امريکا کې يواځې دا شمير نږدې ۲۱۷،۰۰۰ ته لوړ شو.
  • اسټراليا کې ټول کار کوونکي کولی شي ترڅو شته بحران دوران کې کار کولو وخت کې خپل ماشومان وړيا د ماشومپالنې مرکزو کې وساتي.

بشپړ خبرونه

اسټراليا کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۵۱۳۶ ته ورسيدې او تيرو ۲۴ ساعتو کې ۳ کسانو ياد ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

اسټراليا کې د نيو ساوت ويلز ايالت کې ۲۲۹۸ او ويکټوريا ايالت کې بيا دا شمير۱۰۳۶ ته لوړ شو.

اسټراليا کې تر دې مهاله ۲۶۶۰۰۰ څخه ډير کسان کرونا ويروس لپاره معاينه شوي.

 

  د اسټراليا حکومت اعلان وکړ، د ټولو هغو کارکوونکو ماشومانو ته د ماشومانو ساتنې يا چايلډ کيار خدمتونه وړيا ورکوي کوم چې پدې وبا حال کې هم خپل کارونو ته ادامه ورکوي.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د ۱،۶ ميلياردو ډالرو مرستې اعلان وکړ او دا پيسې به هغو ماشومانو ساتنې مرکزونو يا چايلډ کيار باندې لګوي کوم چې اسټراليايي کارکوونکو ماشومانو ته د کرونا ويروس وبا حالت کې خدمتونه وړاندې کوي

د اسټراليا حکومت وايي، د چايلډ کيار ۱۳ زره مرکزونه خپل بشپړ فعاليت ته دوام ورکړي او د هغو اسټراليايي کارکوونکو ماشومانو ته دې خدمتونه ورکړي کوم چې اوسني حالت کې بيا هم کار کوي.

 

نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۹۳۹۴۰۰ څخه لوړې شوې.

تر ټولو ډيرې پيښې امريکا کې د ۲۱۶۷۰۰ څخه ډيرې پيښې ثبت شوي او ياد هيواد کې بيا د کرونا ويروس ۵۱۳۷ کسان وژلي.

افغانستان کې بيا د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۲۳۹ ته لوړې شوې او ۴ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

بله خوا پاکستان کې بيا د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۲۲۹۱ ته ورسيدې او ۳۱ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

د اسټراليا حکومت مخالف ګوند يا ليبر پر حکومت غږ کړی ترڅو دې د ځينو مهاجرو ويزو شرايطو کې بدلون راولي ترڅو دوی وشي کولی اسټراليا کې د کرونا وبا دوران کې مرسته وکړي.

اسټراليا کې دا مهال ۱۰۰۰ مهاجر کوم چې د نرسانو بشپړ زده کړې او قابليت لري کولی شي د ويزو شرايطو بدليدو سره اسټراليا کې د کرونا ويروس مبارزې برخه کې مرسته وکړي.

د ليبر ګوند د مهاجرت چارو وزيره کريستينا کينلي وايي، مپاجر نرسان د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې پر نورو کارونو بوخت دي ولې دوی کيدلی شي چې روغتيا برخه کې کار کولو لپاره وګومارل شي.

اغلې کريستينا وايي، دا نرسان دريو مياشتو لپاره د اسټراليا لرې پرتو سيمو کې کار کولو لپاره ويزې لري ولې کيدلی شي چې دوی ته نوې ويزې ورکړل شوي ترڅو کرونا ويروس سره تړلو روغتيايي خدمتونو لپاره له اسټراليا سره مرسته وکړي.

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto, Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service