نړۍ کې د کرونا ويروس باندې مبتلا کسانو شمير۴۷۲۰۰۰ تنو ته ورسيد
اسټراليايي ترهګر نيوزيليند کې پر دوو جوماتونو بريد او وژنو باندې اعتراف وکړ
تيرو ۲۴ ساعتو کې د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې درې کسانو کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ
بشپړ خبرونه
نړۍ کې د کرونا پيښې ډيريدو حال کې دي، تازه شميرې ښايي چې دا مهال ټوله نړۍ کې نږدې نيم ميليونه کسان پر کرونا مبتلا شوي.
کرونا ويروس تر دې دمه ۲۱ زره کسان مړه کړي او بيا بله خوا له ياد ويروس څخه ۱۱۴۰۰۰ کسان روغ شوي.
اسټراليا کې نن هم بيلابيلو ايالتونو کې د ياد ويروس نوو پيښو خبر ورکړل شو.
ټول اسټراليا کې تر دې دمه ۲۸۰۰ کسان پر کرونا مبتلا دي او ۱۳ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.
اسټراليا کې د کرونا ويروس ۱۷۰ بيماران بيا روغ شوي.
۸۴ افغانستان کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير
۲ مړينه
۲ روغ شوي
۱۱۰۲ پاکستان کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير
۸ مړينه
۲۱ روغ شوي
د نيوزيليند لومړۍ وزير جسينډا ارډرن وويل، د ترهګر لخوا پر دوو جوماتونو بريد او مسلمانانو وژلو پر سر اعتراف به ټولو مسلمانانو ته ارامښت ورپه برخه کړی وي.
اسټراليايي سړی برينتن تارانت نن اعتراف وکړ چې د نيوزيليند کرايس چرچ ښار کې يې پر دوو جوماتونو بريد وکړ او ۵۱ مسلمانان يې ووژل.
په پام کې وه چې د نوموړي محکمه جون مياشت کې دايره شي ولې ده محکمې وخت څخه مخکې پر خپل جرم اعتراف وکړ.
جسينډا ارډرن وايي، حال داچې د قربانيانو کورنۍ اوس هم خپلو غمونو کې دي ولې د محکمې ننۍ پريکړه به لږ څه دوی ته ارامښت ورپه برخه کړي.
د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې درې کسانو کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
لدې مړينې سره اسټراليا کې د کرونا ويروس قربانيانو شمير ۱۳ کسانو ته لوړ شو.
د ويکټوريا ايالت حکومت وايي، درې مړه شوو کسانو عمرونه ۷۰ کالو شاوخوا وه.
د ويکتوريا ايالت روغتيا برخې مشر بريټ ساتون وايي، لا اوس هم د ويکټوريا ايالت اوسيدونکو له کړنو څخه راځي ندی او دوی شته محدوديتونه جدي نه نيسي او ټولنه کولی شي روان حالت کې ډير ښه بدلون راولي.
ښاغلی وايي، که تاسې له امريکا او يا اوروپا څخه راغلي اوسئ نو ټولنې ته ستر خطر پيښولی شئ.
ويکټوريا ايالت کې پر کرونا مبتلا کسانو شمير ۵۲۰ تنو ته ورسيد.
د اسټراليا د حکومت مخالف ګوند له حکومت څخه غواړي ترڅو دې د کورونو او ملکيتونو مالکانو څخه دې وغوښتل شي ترڅو اوسني حالت کې دې خلک له کورونو څخه نه بهر کوي.
د اسټراليا مخالف ګوند له حکومت څخه غواړي ترڅو دې له کرايه ورکوونکو سره ځانګړې مرسته وکړي او د نيوزيليند او انګلستان په شان دې له کرايه ورکوونکو سره مرسته وکړي.
يوه لويه مسافر وړونکې سياحتي کښتی لويديځ اسټراليا ته رسيدو سره يې مسافرو ته اجازه ورنه کړل شوه ترڅو له کښتۍ ښکته شي.
يادې کښتۍ کې ټول سپاره مسافر له اوروپا څخه دي.
د لويديځ اسټراليا د مسافرو معاينې وروسته وموندله چې په هغوی کې ۷ مسافر پر کرونا ويروس مبتلا دي.
د لويديځ اسټراليا صدراعظم مارک مګوان وايي، نه غواړي لکه نيو ساوت ويلز په شان غلطي وکړي او د لويې کښتۍ زرګونه مسافر له معاينې پرته پرت ښار کې پريږدي.
نوموړی وايي، بيمارو مسافرو ته اسټراليا کې دننه روغتيايي خدمتونه نشي ورکولی او راغلی کښتۍ دې له مسافرو سره بيرته خپل اصل ځای (جنوبي افريقا) لور ته حرکت وکړي.
کوينزليند ايالت کې ښوونځي پرانيستي ولې له زده کوونکو څخه غوښتل شوي ترڅو دې خپلو کورونو کې پاتې شي.
ښوونځيو کې به د هغو کايګرو ماشومانو ته زده کړه ورکول کيږي کوم چې اوس هم په کار دي او له کوره کار نشي کولی.
د اسټراليا نږدې ټولو ايالتونو کې ښوونځي کورونو کې زده کړې پر پروګرامونو کار کوي ترڅو کورونو کې بندو ماشومانو ته زده کړه ورکړل شي.
د کوينزليند ايالت صدر اعظمه اناستاسيا پالاسزوک پر والدينو غږ کړی ترڅو دې د ماشومانو ښوونځي کارونه کورونو کې وکړي او خپل دا وخت دې پر مستيو تير نه کړي.
اسټراليا کې سياحتي کمپنۍ فلايټ سينټر خپلو ۳۸۰۰ کار کوونکو ته ځواب ورکړ.
روان بحران له وجې اټکل کيږي چې له يو ميليون ډير اسټراليايان به خپل کارونه له لاسه ورکړي.
يوازې پرون ۲.۶ ميليونو اسټراليايانو سينټر لينک خدمتو ته ټليفون کړی او ډيرو کارونو له لاسه ورکولو او يا نورو دلايلو له امله حکومتي پيسو ترلاسه کولو ته مخه کړې.
هند ۱.۳ ميليارده کسان په کورونو کې بند کړي ترڅو ياد هيواد کې د کرونا ويروس خپريدو مخنيوی وکړي.
د هند لومړي وزير نريندرا مودي له هنديانو څخه وغوښتل ترڅو دې ۲۱ ورځو لپاره د خپلو کورونو څخه بهر نه وځي.
هند کې وګړو ته يوزې ضروري توکو پيرلو لپاره اجازه ورکول کيږي.
کار پوهان وايي، د دومره ډير شمير خلکو بندول به خلک له ولګې سره مخ کړي او يو بل ناورين به رامينځته کړي.