اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د مارچ ۲۷ - د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

  • لدې وروسته له بهر څخه راتلونکي اسټراليايان په هوټلونو کې جبري قرنطين کيږي
  • د انګستان لومړی وزير پر کرونا ويروس مبتلا شوی
  • نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې۵۳۱۰۰۰ تنو ته ورسيدې او امريکا نړۍ کې تر نورو ډير پر کرونا ويروس مبتلا کسان لري
  • اسټراليا کې ماير لوی سوپر مارکيټ خپل فعاليت بندولو پريکړه وکړه او ۱۰،۰۰۰ کار کوونکو ته يې ځواب ورکړ.
  • اسټراليا ۲۰۲۲ کال پاسکيټبال لوبو کوربه توب کوي.
 

بشپړ خبرونه 

د اسټراليا ملي کابينې پريکړه وکړه چې لدې وروسته له بهر څخه هر راغلی اسټراليايي به په هوټلونو کې جبري قرنطين کيږي.

دا پريکړه له هغه وروسته کيږي چې پخوا له اسټراليايانو غوښتل کيدل ترڅو له بهر څخه راتګ وروسته دې ځانونه کورونو کې قرنطين کړي ولې ډيرو بيا دا کار نه کاوه او د ويروس خپريدو باعث کيدل.

له شنبې شپې وروسته دا تدابير عملي کيږي.

 

د اسټراليا لومړي وزير د کرايه ورکوونکو او هم کورونو مالکانو سره مرستې ژمنه وکړه.

لومړي وزير وويل،د کابينې ناسته کې پر يادې موضوع بحث وشو او يادو برخو کې به نوې تګلارې لنډ وخت کې له خلکو سره شريکې شي.

لومړي وزير وويل، د حکومت ډيره کې فوکس پر کاروبارونو دی ترڅو د هغو تړل کيدو وروسته  ورته زمينه برابره شي چې بيرته فعاله او کاريګر پر کارونو وګماري.

سکاټ موريسن له اسټراليايانو په کورونو کې ځانونه بند ساتلو لپاره مننه وکړه.

 

د انګلستان لومړی وزير بوريس جوهنسن هم پر کرونا ويروس مبتلا شو.

بوريسن جوهنسن يو ويډيي پيغام کې وويل چې پر کرونا مبتلا کيدو وروسته يې ځان قرنطين کړی.

 

 

د افغانستان کابينې بيړنۍ ناستې وروسته پريکړه شوې چې کابل کې به د خلکو تګ راتګ باندې محدوديت ولګول شي.

افغان چارواکي وايي، د يادې پريکړې نور جزيات به وروسته له خلکو سره شريک شي ولې د چارواکو په وينا کابل کې به اکمالاتو لړۍ دوام ولري.

 

 

نړۍ کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير په لوړيدو دی او دا مهال ۵۳۱،۰۰۰ کسان پر ياد ويروس مبتلا دي.

امريکا دا مهال نړۍ کې تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې لري او ياد هيواد کې ۸۶،۰۰۰ کسان پر کرونا مبتلا دي.

تر دې دمه ۱۲۸۸ امريکايانو ياد ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د امريکا او چين ولسمشرانو ټليفوني خبرې وکړې او روان حالت کابو کولو لپاره يې پر همکارۍ ژمنه وکړه.

چين اعلان وکړ لدې وروسته بهرنيان چين ته داخليدو لپاره اجازه نه ورکول کيږي. د چين چارواکو په وينا دا مهال ډير د کرونا پيښې په هغو کسانو کې موندل کيږي کوم چې له بهر څخه چين ته راځي.

 

اسټراليا کې ولورتس د ۲۰،۰۰۰  او کولز د ۵،۰۰۰ نوو کاريګرو په کار ګومارنې خبر ورکړ.

اسټراليا کې ډيري کاروبارونه تړل شوي او يا تړل کيدو حال کې دي او زرګونو کسانو لا دمخه خپل کارونه له لاسه ورکړي.

اسټراليا کې بيا ځيني کاروبارونه د پخوا پر پرته ډير بوخت شوي او لا ډيرو کاريګرو ته يې اړتيا ده.

بله خوا بيا ماير سوپر مارکيټ د دکانو تړلو پريکړه وکړه او خپلو ۱۰،۰۰۰ کار کوونکو ته يې ځواب ورکړ.

 

اسټراليا کې کرونا ويروس تر ټولو ډير ځپل شوی ايالت د نيو ساوت ويلز دی چيرې چې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير له ۱۴۰۰ څخه لوړ شو.

د ياد ايالت صدر اعظمه وايي، چې ټولنه کې د خلکو ترمينځ د ياد ويروس ليږد د ژورې انديښنې خبر ده.

تيرو ۲۴ ساعتو کې ۱۸۶ نوي کسان پر ياد ويروس مبتلا شوي، حال داچې دا شمير تيرو دوو ورځو څخه لږ دی ولې د پخوا پر پرتله اوس ډيرې پيښې د خلکو ترمينځ د ياد ويروس ليږد له  امله رامخ ته شوي کوم چې د چارواکو انديښنې راپارولي.

ياد ايالت کې چارواکي وايي، مخکې ډيري پيښې له بهر څخه راغلو کسانو کې او هغوی سره نږدې اړيکو کسانو کې موندل کيدې ولې اوس د خلکو ترمينځ د ياد ويروس خپريدل ډير شوي او چارواکي نه پوهيږي چې څنګه دا خپريدل ترسره کيږي.

اسټراليا کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير ۳۱۸۰ تنو ته ورسيد او تر دې دمه ۱۳ کسانو ياد ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

 

اسټراليا د ۲۰۲۲ کال باسکيټبال نړيوال جام کوربه توب حق ترلاسه کړ.

ياد جام په لاري اچولو لپاره روسيې او اسټراليا دواړو غوښتنه کړې وه ولې دا حق اسټراليا ته ورکړل شو.

ياد جام به د اسټراليا سيدني ښار کې پر مخ اچول کيږي.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service