اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د اپريل ۳ - د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

  • نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې له يو ميليون څخه ډيرې شوې او د اسټراليا مشر ډاکټر وايي، اصل کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير ۵ او  ۱۰ برابره ډير دی .
  • اسټراليا کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير ۵۳۵۸ ته ورسيد او ۲۸ کسانو بيا تر اوسه خپل ژوند له لاسه ورکړی.
  • د اسټراليا لومړي وزير له بهرنيو زده کوونکو او سيلانيانو غوښتي ترڅو دې بيرته خپلو هيوادو ته لاړ شي.

بشپړ خبرونه

نړۍ کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير يو ميليون ۱۷ زره او ۶۰۰ څخه لوړ شو.

د اسټراليا مشر ډاکتر بيا وايي، دا شمير ۵ يا ۱۰ برابره ډير دی ځکه نړۍ ډيرو هيوادو کې د کرونا ويروس معاينې اسانتياوې نشته او اصل شمير لا معلوم ندی.

دا مهال د ياد ويروس تر ټولو ډيرې پيښې امريکا کې ريکارډ شوي چې د مبتلا کسانو شمير ۲۴۵۵۰۰ څخه لوړ ښودل شوی.

ياد ويروس ټوله نړۍ کې ۵۳ زره کسان وژلي او لدې ويروس څخه بيا ۲۱۲۰۰۰ څخه ډير کسان روغ شوي.

تر دې دمه ايټاليا او هسپانيه کې له لس زرو ډيره مړينه ريکارډ شوی.

 

بيا دلته اسټراليا کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۵۳۵۸ ته ورسيدې او ټوله کې ۲۸ اسټراليايانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

اسټراليا دا مهال اقتصادي او روغتيايي بحران سره مخ دی او چارواکي وايي، تر ټولو ډيره ويره يې ټولنې کې د ياد ويروس چټکۍ سره خپريدل دي کوم چې دوی نوو کيسونو کې د ويروس اصلي منبع نشي موندلی.

لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، دا مهال اسټراليا کې له تمې لرې په ډير شمير کسان پر ياد ويروس ندي مبتلا شوي او د مبتلا کسانو شمير هم کنټرول حالت کې دی.

 

د اسټراليا ملي کابينې نن ناسته او ځيني پريکړې يې وکړې.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له يادې ناستې وروسته خبريالانو ته وويل، د کورونو او نورو کاروبارونو کرايې مسايلو په اړه بحث ترسره شو او ملکيتونو صنعت برخې ته لار ښوونه وشوه ترڅو د کرونا وبا اغيزو ته په کتو د کرايه ورکوونکو او مالکانو لپاره دې لارښود جوړ کړي ترڅو دواړه خپلې ستونزې خپله حل کړي.

د اسټراليا حکومت لا دمخه اعلان کړی چې اقتصادي ستونزو له امله کرايه ورکوونکی ۶ مياشتو لپاره له کورونو نشي ويستل کيدلی.

 

 

 د اسټراليا ټولنيزو خدمتو وزير اعلان وکړ چې لدې وروسته به د سينټرلينک قرضداران ۶ مياشتو لپاره د حکومت قرضې نه ورکوي.

د سينټرلينک ربوټ سيسټم هغو کسانو ته د بيرته پيسو ورکولو ليکونه استوي کوم چې له حکومت څخه يې بيلابيلو دلايلو له وجې ډيرې پيسې ترلاسه کړې وي او يادو کسانو ته ويل کيږي چې ډيرې ورکړل شوې پيسې ته بيرته حکومت ته ورکړي، ولې حکومت وايي، د کرونا ويروس وبا ته په کتو اوس ياد سيسټم باندې ۶ مياشتې بنديز لګوي او خلک نه اړ کوي ترڅو حکومت ته پيسې ورکړي.

که څوک دا مهال اوتوماتيک سينټرلينک ته پيسې ورکوي نو دوی کولی شي ترڅو سينټرلينک ته ټليفون وکړي او د پيسو ورکړې سيسټم بند کړي.

 

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن پر بهرنيو زده کوونکو او سيلانيانو غږ وکړ ترڅو دې بيرته خپلو هيوادو ته لاړ شي.

خبري کنفرانس دوران کې له لومړي وزير پوښتنه وشوه چې بهرني زده کوونکي دا مهال اسټراليا کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، لومړي وزير سکاټ موريسن يې ځواب کې وويل، دا مهال مونږ ته اسټراليايانو لپاره خدمات وړاندې کول مهم دي او بهرني زده کوونکي د اسټراليا ويزو ترلاسه کولو وخت کې دا ژمنه کوي ترڅو يو کال لپاره خپل ټول لږښت خپله پوره کولی شي. د موريسن په وينا اوس ددې وخت رارسيدلی ترڅو سيلانيان او بهرني زده کوونکي دې خپلو هيوادو ته ولاړ شي.

 

افغانستان کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۲۷۳ تنو ته ورسيدې او ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی بيا بله خوا پاکستان کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۲۴۵۰ تنو ته ورسيدې او تر اوسه ۳۵ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

ب

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا NACA, SBS Pashto, News
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service