اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د مارچ ۳۰ - د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

  • حکومت اسټراليا کې ميليونو کار کوونکو ته د مياشتې درې زرو ډالرو مرستې اعلان وکړ
  • اسټراليا کې د کرونا مثبتو پيښو شمير له ۴۲۰۰ څخه لوړ شو
  • د اسټراليا پلازمينې په ګډون بيلابيلو ايالتونو کې د کرونا ويروس له امله ۱۷ اسټراليايانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
 

بشپړ خبرونه

د اسټراليا فدرال حکومت اعلان وکړ چې د کرونا ويروس له امله بې کار شوو کسانو شمير کمولو لپاره يې د ۱۳۰ ميلياردو ډالرو اعلان وکړ.

حکومت به ټولو هغو کار کوونکو ته کومو چې کرونا ويروس له امله يې خپل کارونه له لاسه ورکړي د مياشتې ۳۰۰۰ ډالر ورکړي.

اعلان شوې پيسې به د کاروبارونو او اداره لخوا خپلو لرې شوو کار کوونکو ته ورکول کيږي.

حکومت وايي، لدې لارې به کاري ادارې او کاروبارونه خپل کار کوونکي په معاش سره رخصت کړي او حالت بيرته ښه کيدو وروسته به همدا کار کوونکي بيرته خپلو پخوانيو کارونو ته ادامه ورکړي.

 

د اسټراليا پلازمينه کې کرونا ويروس له امله لومړي کس څخه ژوند له لاسه ورکړ او لدې سره اسټراليا کې د مړو کسانو شمير ۱۸ تنو ته ورسيد.

د تيرې اونۍ وروستيو کې يو ۸۰ کلن سړي خپل د کنبيرا روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

د اسټراليا فدرال حکومت پر ګروپي ناستو او بهر ته تګ راتګ او يا هم غونډو باندې بنديز ولګاوه.

لدې وروسته پرته د کورنۍ له غړو څخه له دوو کسانو ډير نشي کولی يوځای کې راټول شي او يا هم بهر وګرځي.

حکومت وايي اسټراليايان نشي کولی چې د يو بل کورنو ته ميلمستيا لپاره لاړ شي.

د نوو محدوديتونو سرغړوونکي تر ۱۰۰۰ ډالرو جريمه کيږي.

 

نړۍ کې د کرنا ويروس مثبتو پيښو شمير ۷۲۵۰۰۰ ته ورسيد.

ادا ميال امريکا د نړۍ تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې لري او ياد هيواد د کرونا ويروس د وبا په مرکز بدل شوی.

امريکا کې د کرونا مثبتې پيښې ۱۴۳۰۰۰ ته ورسيدې او ۲۵۰۰ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

بله خوا افغانستان کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۱۲۰ تنو ته ورسيدې او ۴ کسان ياد ويروس وژلي.

پاکستان کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۱۶۰۰ تنو ته ورسيدې او ۱۸ کسان بيا ياد ويروس وژلي. 


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service