نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۱ ميليون ۲ لکه او ۲۷ زرو څخه لوړې شوې.
اسټراليا کې د کرونا ويروس څخه وژل شوو کسانو شمير ۴۰ ته لوړ شو او ټوله کې ۵۷۹۷ کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي.
اسټراليا کې د کرونا ويروس خپريدو مخنيوي لپاره د تابعيت لوړې مراسم ويډيو له لارې ترسره کيږي.
بشپړ خپرونه
نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير نږدې يو ميليون او درې سوه زرو کسانو ته ورسيد.
دا مهال امريکا د کرونا ويروس وبا مرکز باندې بدل شوی او ياد هيواد کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير نږدې ۳۴۰،۰۰۰ کسانو ته ورسيد.
ټوله نړۍ کې ۶۹۸۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او بيا ۲۶۵۵۰۰ کسان روغ شوي.
بله خوا پاکستان کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۳۲۷۷ ثبت شوي او ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی بيا افغانستان کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير ۳۶۷ تنو ته رسيدلی او ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
اسټراليا کې د روغتيا برخې چارواکي د کرونا ويروس مثبو پيښو شمري سطحي شوی، معنی داچې مثبو پيښو شمير کې چټکۍ سره ډيروالی نه راځي.
د اسټراليا فدرال حکومت وايي، نوو تدابيرو سره د کرونا ويروس خپريدل يو څه کابو شوي چې لدې سره پر روغتيايي برخو بوج کم شوی.
اسټراليا کې دا مهال پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير نږدې ۵۸۰۰ ته رسيدلی او ۴۰ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د تورخم او سپين بولدک دروازې دريو ورځو لپاره ايسارو افغانانو پر مخ پرانيستل شوې ترڅو دوی وشي کولی خپلو کورونو رته راشي.
پاکستان کې سلګونه افغانان له ډيرو ستونزو سره ايسار پاتې ول او د دروازو پرانيستې ته په تمه ول.
دواړه دروازې به دريو ورځو لپاره پرانيستل کيږي.
پاکستان کې د افغانستان سفير عاطف مشعل وايي، هيله لري چې يادې دروازې نږدې راتلونکې کې د سوداګريزو موټرو پر مخ پرانيستل شي.
يوه لويه مسافر وړونکې کښتۍ له کومې څخه چې سلګونه مسافر له کرونا ويروس سره سيدني ښار کې ښکته شول دا مهال ورته ولونګانګ ته نږدې کامبل بندر کې دريدو اجازه ورکړل شوه.
له يادې کښتۍ څخه ښکته شوي ۱۱ مسافر تر دې دمه کرونا ويروس وژلي.
ياده کښتۍ چې اوس هم پکې له زرو ډير کارکوونکي سپاره دي لسو ورځو لپاره به ياد بندر کې ولاړه وي ترڅو د اسټراليا حکومت لخوا د مسافر معاينې، درملنه او کوم کسان چې بيړني مرستو ته اړتيا ولري هغوی به له کښتۍ ښکتنه او روغتون کې بستر کړي.
يادې کښتۍ کې دا مهال ۲۰۰ بند پاتې کسانو کې د کرونا ويروس نښې ليدل کيږي.
د نيو ساوت ويلز ايالت پوليسو کميشنر مايک فولر وويل، له يادې کښتۍ څخه د زرګونو مسافرو سيدني کې ښکته کيدو پيښې پلټنه کوي.
د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس معاينې معيار پراخ کيږي ترڅو ياد ايالت کې د ټولنې مينځ کې د کرونا ويروس خپريدو څرنګوالی معلوم شي.
ويکتوريا ايالت کې تر اوسه له ۱۱۰۰ څخه ډير کسان کرونا ويروس باندې مبتلا دي.
تر دې دمه ۸۰ کسان داسې حالت کې پر کرونا ويروس مبتلا شوي چې چارواکي د هغوی د ويروس اخيستلو منبع نشي معلومولی.
لدې وروسته که ويکټوريا ايالت کې د کوم کس عمر له ۶۵ کلونو څخه لوړ وي او تبه يا ساه تنګي لري نو هغوی کولی شي معاينه وکړي.
د اسټراليا حکومت جنوبي امريکا کې بند پاتې اسټراليايانو بيرته خپل هيواد ته راوستلو لپاره ځانګړي الوتنې تنظيم کړې ترڅو سلګونه اسټراليايان له يادو هيوادو څخه وژغوري.
نړۍ کې د روغتيا برخې ماهرين پر کرونا ويروس د ځوانانو مبتلا کيدل او د هغوی مړه کيدل د انديښنې وړ بولي.
د روغتيا نړيوالې ادارې پيل کې ويلي ول چې ځوانان کوم چې نورې دوامداره بيماري ونه لري له کرونا ويروس څخه سلامت وتلی شي ولې پدې وروستيو کې يادې ادارې خبرداری ورکړ، چې نږدې ۸۰ سلنه مبتلا کسان ځوانان جوړوي او هم روغ ځوانان کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.