اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د اپريل ۸ - د ا سټراليا او نړۍ مهم خبرونه

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

  •  نړۍ کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير نږدې يو نيم ميليون تنو ته ورسيد.
  • اسټراليا کې چارواکي وايي، د کرونا ويروس خپريدو مخنيوي کې بريالي روان دي.
  • ډونالډ ټرمپ غوښتل ترڅو افغان تړون له لارې د نوبل جايزه ترلاسه کړي
 

بشپړ خبرونه

 

نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير يو نيم ميليون کسانو ته نږدې شوی او تر ټولو ډيرې پيښې امريکا کې ثبت شوي چيرې چې ۴۰۰ زره کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي.

ايټاليا، امريکا، هسپانيه او فرانسه کې د کرونا ويروس له امله د وژل شوو کسانو شمير له لسو زرو پورته دی.

افغانستان کې بيا د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۴۲۳ او ۱۴ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه وکړی.

بله خوا پاکستان کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې څلورو زرو څخه لوړې شوي او ۵۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

اسټراليا کې د کرونا ويروس له امله د مړو کسانو شمير ۵۰ کسانو ته ورسيد او دا مهال ۶۰۱۵ کسان پر کرونا ويروس مبتلا شوي.

د روبي پرينسيز لويې مسافر وړونکې کښتۍ څخه چې څه موده وړاندې نږدې ۳۰۰۰ مسافر سيدني ښار کې ښکتنه شول له هغوی څخه ۶۰۰ يې تر دې دمه په کرونا ويروس مبتلا شوي او ۱۲ تنه يې وژل شوي.

دا مهال ياده لويه کښتۍ له زر کسانو ډير کار کوونکو سره د سيدني ښار جنوب کې کامبلا بندر کې درول شوې او حکومت لخوا کښتۍ کې دننه کسان معاينه او بيمارانو درملنه کوي.

نيو ساوت ويلز کې ۲۷۳۴، ويکټوريا کې ۱۲۱۲ او کوينزليند کې ۹۴۳ پيښې ثبت شوي.

 

د اسټراليا فدرال حکومت د ۱۳۰ ميلياردو بوديجې تصيوب باندې بحث کوي ترڅو له مخه يې د کرونا ويروس وبا دوران کې له کاروبارونو او هم کار کوونکو سره مرسته وکړي.

حکومت پلان لري ترڅو هر هغه کار کوونکي ته مياشت کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ ډالر ورکړي کومو چې کرونا ويروس له وجې خپل کار له لاسه ورکړئ وي او يو کار کې يې لږ تر لږه ۱۲ مياشتې کار کړی وي.

حکومت به دا پيسې د کاروبارونو له لارې کار کوونکو ته ورکوي ځکه حکومت وايي له وبا وروسته بايد دواړه له يو بل سره اړيکه کې پاتې شي او خپل کار ته ادامه ورکړي.

 

د حکومت دې پلان له لارې، پوره وخت، نيمه وخت، او هم کله نا کله کار کوونکي او د نيوزيليند اتباع کار ګټه پورته کولی شي.

د اسټراليا لومړی وزير وايي، د کرونا وبا له وجې اسټراليا داسې اقتصادي بحران سره مخ شوی کوم چې ډيرو اسټراليايي نسلونو ندی تجربه کړی.

 

د اسټراليا د حکومت مخالف ګوند (ليبر) وايي، زمونږ ګوند نه غواړي ترڅو د حکومت اوسني اقتصادي تدابيرو مخې ته خنډ جوړ کړي، ولې پر حکومت غږي کوي ترڅو دې ياد اقتصادي پلان کې هغه لنډمهاله کار کوونکي هم شامل کړي کومو چې په يو ځای کې له ۱۲ مياشتو لږ کار کړی وي.

 

د امريکا ځايي رسنۍ خبر له مخه ويل شوي، ولسمشر ټرمپ غوښتل ترڅو د افغان تړون له لارې خپل د ولسمشريزو ټاکنو کمپاين ژمنه پوره او هم د نوبل جايره ترلاسه کړي.

بي بي سي پښتو ليکلي، دوو پخوانیو او اوسنیو چارواکو دې تلوېزون ته ویلي، ښاغلي ټرمپ پر خپلو همکارانو ځانګړی فشار اچولی و چې د افغان جګړې د ختمولو او سولې تړون سره ده ته له اوازو داسې ډک نمایش جوړ کړي چې ور سره د سولې نوبل جایزه وګټي.

 

د اسټراليا حکومت په پام کې لري ترڅو اسټراليايي روغتيا برخې کار کوونکو باندې ۱۱ ميليونه ماسکونه ويشي.

دا ماسکونه به پر ټولو هغو روغتيا برخې کار کوونکو او ډاکټرانو ويشل کيږي کوم چې کرونا ويروس سره مبارزې لومړۍ کرښه کې کار کوي.

 

اسټراليا کې له ټولو هغو بيمارانو کوم چې دايمي بيماريانې لکه د زړه، شکر او داسې نور لري هغوی کرونا ويروس وبا حالت کې هم خپل ډاکټران ليدلي شي.

بله خوا د اسټراليا حکومت ټليفون له لارې د بيمار او ډاکټر ليدو پروګرام پراخ کړی او بيماران کولی شي ټليفون او يا ويډيو له لارې خپل ډاکټر وګوري. لدې سره به د بيمارانو معاينه خونې ته تګ سره د کرونا ويروس خپريدو مخنيوي کې مرسته وشي.

 

د نيو ساوت ويلز ايالت صدر اعظمه ګلاديس بريجيکلين وايي، که ياد ايالت کې شته محدوديتونو کې نرمښت راوړل شي نو مونږ ټول به لا ډيرو مړينو شاهده يو.

نن نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرون ويروس ۴۸ نوې پيښې ثبت شوې چې لدې سره ټول شمير ۲۷۳۴ تنو ته لوړ شو.

 

  

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا NACA, Abdullah Alikhil

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service