اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

د اپريل ۹ - د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto


نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې يو نيم ميليون څخه ډيرې او امريکا او انګلستان يو ورځ کې د ريکارډ په کچه مړينې شاهده ول.

اسټراليا کې ورځ تر بلې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو نوو شميرو کې کمی ليدل کيږي ولې لدې سره د ټولنيز واټن نوي قوانينو کې نرمښت نه راځي.

سعودي عرب او عربي اماراتو يمن کې د اوربند اعلان وکړ.

بشپړ خبرونه

نړۍ کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير شاوخوا يو نيم ميليون ته ورسيد او ۸۸۵۰۰ کسان بيا ياد ويروس وژلي.

له ټولو مبتلا شوو کسانو څخه ۳۳۰،۰۰۰ يې روغ شوي.

دا مهال امريکا کې ۴۳۵۰۰۰ کسان په کرونا ويروس مبتلا دي او ټوله کې ۱۴۸۰۰ کسانو څخه ډيرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

امريکا کې په يوي ورځ کې نږدې ۲۰۰۰ کسان او انګلستان کې ۱۰۰۰ کسانو مړه کيدو خبر ورکړل شوی.

افغانستان کې بيا د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۴۸۴ تنو ته ورسيدې او ۱۵ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی بله خوا پاکستان کې بيا د کرونا ويروس مثبتو پيښو ۴۴۳۷ تنو ته رسيدلی او ۶۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

اسټراليا کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير کې هره ورځ کمی ليدل کيږي او چارواکي وايي د ياد ويروس خپريدو مخنيوي کې بريالي شوي.

ټول اسټراليا کې دا مهال ۶۱۰۹ کسان پر ياد ويروس مبتلا دي چې له هغو څخه ډيره برخه ۲۷۷۳ نيو ساوت ويلز کې، ۱۲۲۸ ويکټوريا کې او ۹۵۳ کوينزليند کې ثبت شوي.

 

د اسټراليا حکومت له کانټاس هوايي شرکت سره يوې هوکړې ته رسيدو وروسته به له جنوبي امريکا ځينو هيوادو څخه بند پاتې اسټراليايان بيرته هيواد ته راولي.

دا مهال زرګونه اسټراليايان نورو هغو هيوادو کې بند پاتې دي کومو چې خپلې پولې تړلي.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ماريس پاين وويل، دا الوتنې به راتلونکې اونۍ کې ترسره کيږي.

بله خوا له جنوبي اسيا هيوادو لکه هند نيپال او نورو څخه به هم اسټراليايان ځانګړو تدابيرو له لارې اسټراليا ته راوستل کيږي.

 

د اسټراليا حکومت به د ۳۱.۳ ميليونو ډالرو په ارزښت ۲۰۰۰ نوې مصنوعي تنفسي ماشينونه د روغتونو عاجلې برخې ته ورکړي.

اسټراليا کې دننه کمپنۍ به دا ماشينونه د جولای مياشت وروستیو پورې جور او حکومت ته وسپاري.

 

تيره شپه د اسټراليا سنا مجلس د اسټراليا تاريخ کې تر ټولو ډير رقم بوديجې طرحه تصويب کړه.

۱۳۰ ميليارده ډالر به پر ټولو هغو کار کوونکو لګول کيږي کومو چې خپل کارونه يې د کرونا ويروس له امله له لاسه ورکړي وي.

حکومت به د کاروبارونو له لارې کار کوونکو ته هرو دوو اونيو کې لږ تر لږه ۱۵۰۰ ډالرو ورکوي.

کار کوونکو کې، پوره وخت، نيمه وخت، غير منظم کار کوونکي، شخصي کاروباريان او هغه نيوزيليند اتباع شامله دي کوم چې پر ۴۴۴ ويزو اسټراليا ته کار لپاره راغلي.

دوی ټولو بايد خپل کاري ځايو سره لږ تر لږه ۱۲ مياشتې کار کړی وي.

 

نيو ساوت ويلز ايالت کې به هر هغه کس ۵۰۰۰ ډالر جريمه شي کوم چې قصدآ پر روغتيا برخې کار کوونکو لاړې تو کوي او يا ورباندې ټوخی کوي.

دا له هغه وروسته مطرح کيږي چې پدې وروستيو کې پوليس او روغتيا برخې کار کوونکي له يو لړ ځورونو سره مخ شوي.

 

 سعودي او عرب متحده اماراتو د ملګرو ملتونو تيرې ورځې په غوښتنه يمن کې دوو اونيو لپاره د اوربند اعلان وکړ.

دا اوربند داسې حال کې اعلانيږي چې روانه اونۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتيريس نړۍ کې د جګړو ښکيلو ډلو څخه وغوښتل ترڅو دې کرونا ويروس کړکيچ نظر جې نئيولو سره اوربند وکړ.

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto, Abdullah Alikhil, NACA
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service