اس بي اس په عربي او منډرين ژبو خبري چينل پرانيزي

اس بي اس خپل څوژبنيزو خدمتونو په ترڅ کې په دوو نورو ژبو لومړي ځل لپاره ټلويزيوني خبري چينل پرانيزي. انګليسي ژبې پرته عربي او د چين (منډرين) پر ژبو د ټلويزيون خبري چينل پرانيستلو سره به د نړۍ له هر ګوټ څخه خبرونه اسټراليايانو ته رسول کيږي.

SBS will launch a free-to-air multilingual news channel in 2022.

The new channel will feature two new 30-minute Arabic and Mandarin language TV news programs, to be produced locally by SBS and broadcast every weeknight. Source: Getty Images

اس بي اس شبکې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۲ کال کې به په عربي او منډرين ژبو د ټلويزيون خبري چينل پرانيزي کوم چې په وړيا ډول اسټراليايان ليدلی شي.

د ياد چينل له لارې به د نړۍ پر ۳۰ ډيرو نورو ژبو باندې هم خبرونه وړاندې کيږي.

په عربي او منډرين ژبو ۳۰ دقيقې ټلويزيوني خبرونه اس بي اس شبکه کې دننه جوړ او وياندويان يې له داخلي سټډيوګانو له لارې هره شپه خبرونه خپروي.

د اس بي اس شبکې مشر جيمز ټيلر وايي، اس بي اس شبکې لخوا د څوکلتوريز خدماتو پراخوالی يو ښه فرصت دی ترڅو ۱ په ۵ اسټراليايانو کې چې په کور کې انګليسي پرته پر بلې ژبې خبرې کوي د يوې ګډې شبکې جوړيدو زمينه برابره شي.

" د اس بي اس جوړيدو سره اسټراليايانو لپاره ددې فرصت شوی ترڅو هغوی له خبرونو، معلوماتو او هم تفريحي پروګرامونو اويدو او کتلو سره د خپل خوښې ژبې له لارې ونښليږي، او لدې اړيکو سره خلک د اسټراليا په څو کلتوريزه ټولنه کې په اسټراليا کې ځان ګډ احساسوي."

د اس بي اس خبر او روان حالاتو پروګرامو مشره منډي ويکس وايي، " د اس بي اس ځانګړتيا داده چې ټولو هغو اسټراليايانو ته رسيدنه کوي کوم چې په کور کې انګليسي پرته پر بلې ژبې خبرې کوي. اس بي اس يو نړيوال خبري خونه ده او همدا يې له نورو رسنيو سره توپير بيانوي."

اس بي اس شبکه ټلويزيوني چينلونو ترڅنګ په نږدې ۷۰ ژبو راډيويي پروګرامونه هم وړاندې کوي.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS News
سرچینه: SBS News

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اس بي اس په عربي او منډرين ژبو خبري چينل پرانيزي | SBS Pashto