د اسټراليا لومړي وزير د کوويډ-۱۹ نوي بڼې پيدا کيدو وروسته د کابينې بيړنۍ ناسته راوبلله

اسټراليا کې د کرونا ويروس نوې بڼې( Omicron) موندنې وروسته خلکو کې ويره خپره شوې چې ګواکې کيدای شي يو ځل بيا له نوو محدوديتونو سره مخ شي. د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې د ياد ويروس درې پيښې موندل شوي. د نوې بڼې ويروس چې ډير ساري دی پيدا کيدو وروسته د اسټراليا فدرال حکومت پر خلکو غږ کړی ترڅو دې ارامي غوره کړي.

Australian Prime Minister Scott Morrison during a visit to Micro-X in Adelaide, Friday, November 26, 2021. (AAP Image/Matt Turner) NO ARCHIVING

Australian Prime Minister Scott Morrison has urged calm after the Omicron variant was detected in Australia. Source: AAP

د اسټراليا ملي امنيت کميټه نن ناسته کوي او د اسټراليا سرحدونو پرانيستلو پر موضوع يو ځل بيا غور کوي.

فدرال حکومت لدې وړاندې اعلان کړی وه چې د ډيسمبر مياشت لومړی نيتې وروسته د اسټراليا ويزو لرونکي ځيني کسانو ته اجازه ورکوي چې اسټراليا ته داخل شي. يادو کسانو کې بهرني زده کوونکي او هم مهارت لرونکي کار کوونکي شامل دي.

د اسټراليا ايالتونو مشران هم راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې ناسته کوي او نوو تدابيرو په اړه پريکړه کوي.
اسټراليا د نړۍ يو له هغو هيوادونو څخه دی چې د نفوس ۸۶ سلنې څخه ډير نفوس يې بشپړ واکسين شوی.

د اسټراليا لومړي وزير له عامو اسټراليايانو د آرام غوښتنه وکړه.

جنوبي افريقا څخه راغلو بشپړ واکسين شوو کسانو کې د کرونا ويروس نوی بڼه موندل شوې.

جنوبي افريقا څخه رپوټونه وايي، د کرونا ويروس نوې بڼې باندې اخته کسانو شمير په ډيريدو دی ولې نوې بڼې د اخته کسانو روغتيايي حالت ډير ندی ګواښلی.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، " دا مهمه ده چې مونږ له ډير ارامی سره معلومات وارزول شي، په ګډه کار وشي او اړينې پريکړې وشي."

د اسټراليا Chief Medical Officer پاول کيلي ويلي، نوی ويروس ډير ساري دی او يو کس څخه بل ته چټکۍ سره خپريږي.

تر اوسه داسې معلومات په لاس کې نشته چې ايا واکسين به نوې ويروس ډول پر وړاندې ګټور وي او که نه، ولې د فايزر واکسين جوړولو کمپنۍ ويلي، دوی په دريو مياشتو کې کولی شي د ويروس نوي ډول لپاره هم واکسين جوړ کړي.

د روغتيا نړيوالې ادارې WHO د ويروس نوی ډول د انديښنې وړ بللی، يادې ادارې ويلي دا مهال څيړنې روانې دي او معلوماتو ترلاسه کيدو سره خبر ورکول کيږي.



شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service