اسټراليا کې فدرالي ټاکنې د می مياشت په ۲۱ نيټه ترسره کيږي

د اسټراليا لومړي وزير په رسمي توګه د ۲۰۲۲ فدرالي ټولټاکنې اعلان کړې. وړ رایې ورکوونکي به پریکړه وکړي چې کوم سیاسي ګوند به د می په ۲۱ نیټه راتلونکی حکومت جوړ کړي،

Prime Minister Scott Morrison arrives to see Governor General David Hurley at Government House in Canberra, Sunday, April 10, 2022. (AAP Image/Mick Tsikas)

Prime Minister Scott Morrison arrives to see Governor General David Hurley at Government House in Canberra, Sunday, April 10, 2022. Source: AAP

ملیونونه رای ورکونکي به د می په ۲۱ رايو صندقونو ته ځي او خپل راتلونکی حکومت ټاکي.

لومړی وزیر د یکشنبې په سهار له سیډني څخه کینبرا ته سفر وکړ ترڅو له ګورنر جنرال ډیویډ هرلي سره لیدنه وکړي او د پارلمان منحل کیدو او د ټاکنو امر کولو واک ترلاسه کړي.

ټاکنې به د ولسي جرګې د ټولو ۱۵۱ څوکيو او د مشرانو جرګې د ۴۰ څوکیو لپاره وي.

دا مهال ایتلاف ۷۶ څوکۍ لري، کارګر ګوند ۶۸، ګرين ګوند یوه او خپلواک وکيلان د پارلمان درې څوکۍ لري.
How the 151 seats of the lower house are divided ahead of the 2022 federal election
How the 151 seats of the lower house are divided ahead of the 2022 federal election Source: SBS
دغه ایتلاف له ۲۰۱۳ کال راهیسې په واک کې دی، چې همدې موده کې درې ټاکل شوي – ټوني ایبټ، مالکم ټرنبل او ښاغلی موریسن.

ښاغلی موریسن غواړي چې د 2004 کال د جان هاورډ څخه وروسته په پرله پسې توګه دوه ټاکنې وګټي او لومړی وزیر شي.

انتوني البانیزي د ليبر ګوند چې د حکومت مخالف ګوند دی مشري په غاړه لري، ليبر ګوند د ۲۰۱۹ ټاکنو کې ماتې وروسته د ياد ګوند پخواني مشر بل شارټین استعفا وکړه او وروسته د اپوزیسیون مشري انتوني البنيزي په غاړه واخيسته. ښاغلی البنيزي تمه لري چې کارګر ګوند واک ته ورسوي او د هیواد د ۴۷ پارلمان لپاره د آسټرالیا ۳۱م لومړی وزیر شي.
The federal election will take place on 21 May, 2022.
The federal election will take place on 21 May, 2022. Source: SBS
کارګر د ۲۰۲۱ کال د جون راهیسې په دوامداره توګه په ټولټاکنو کې مخکښ دی، د رسمي کمپاین پیل کیدو سره سم د دوه ګوندونو غوره رایې  55 سلنې ملاتړي لري.
ایتلاف د ولسي جرګې د ۱۵۱ څوکیو څخه ۷۶ څوکیو سره سیالي پیلوي، که کارګر په ویکتوریا کې د هاک نوې څوکۍ وګټي په ۶۹ چوکیو سره خپل کمپاين پيلوي.

د مشرانو جرګې څلویښت څوکۍ چې د مشرانو جرګې نیمایي کيږي ورته ټاکنې ترسره کيږي. 

فدرالي ټاکنو کې د مشرانو جرګې ټولو څوکيو لپاره ټاکنې نه ترسره کيږي ځکه د مشرانو جرګې غړو کاري موده له پارلمان غړو سره توپير کوي.

 


شریکول

خپور شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service