لومړی وزير: اسټراليايان دې له ضروري کار پرته خپلو کورونو کې ځانونه بند وساتي

د اسټراليا لومړي وزير د نوو محدوديتونو اعلان وکړ او پر ودونو او نورو ناستو غونډو هم بنديز ولګيد.

Scott Morrison - Prime Minister of Australia

Scott Morrison - Prime Minister of Australia Source: AAP

د اسټراليا لومړي وزير له اسټراليايانو وغوښتل ترڅو خپلو کورونو کې ځان بند وساتي او يوازې ضروري کارونو لپاره دې له کوره بهر لاړ شي.

لومړي وزير د يو لړ نورو کاروبارونو تړلو امر وکړ.

د سه شنبې په شپه سکاټ موريسن وويل، تاسې يوازې ضرورت وخت کې له خپل کور څخه بهر لاړ شئ.

ښاغلي اسټراليايان وهڅول ترڅو له خپلو کورونو څخه دې کار وکړي.
نن شپې وروسته د سينګار کولو ځايونه چې هغې کې ډيرې برخې راځي د ټولو بنديدو امر وشو.

لويو سوپر مارکيټونو کې د خوړو ځايونو يا فوډ کورټ پر فعاليت هم بنديز ولګيد او رستورانتونه يوازې ټيک اوې يا خلکو ته خواړه ورکولی شي ترڅو هغوی يې خپلو کورونو او يا نورو ځايونو کې وخوري.

ميوزيم، داخلي لوبو ځايونه، تياتر او د لوبو پارکونو باندې د فعاليت بنديز ولګيد يوازې عامه پارکونو ته خلک تللی شي.

نايي يا سلماني کولی شي چې فعاليت وکړي ولې بايد د خلکو ترمينځ فاصله مراعت کړي او ۳۰ دقيقو څخه ډير څوک د نايي دکان کې انتظار نشي کولی او نه هلته وخت تيرولی شي .

خلک کولی شي بهر سپورتي لوبې وکړي ولې د هغو شمير بايد ۱۰ څخه ډير نه وي.
Coronavirus in Australia
Source: AAP
اسټراليا کې اوس که څوک واده کول غواړي نو يوازې ۵ کسان په يو واده کې ګډون کولی شي او بيا جنازې مراسمو کې ۱۰ کسان ګډون کولی شي، لومړی وزير وايي ، دې مراسمو کې هم بايد خلک له بل څخه ۱.۵ متره فاصله لرل مراعت کړي.
اسټراليا کې د کرونا ويروس پيښو چټکۍ سره خپريدو د ټولو د انديښنې وړ خبر ده او د روغتيا برخې چارواکي يې هم انديښمن کړي.

يوازې نيو ساوت ويلز ايالت کې پر کرونا مبتلا کسانو شمير ۱۰۰۰ څخه لوړ شو.
Chief Medical Officer Professor Brendan Murphy.
Chief Medical Officer Professor Brendan Murphy. Source: AAP
"مونږ بايد له يو بل سره خپلې اړيکې بدلې کړو او دا بايد اوږدمهاله وي ځکه چې ويروس به له مونږ سره ډير وخت لپاره وي.
ډير اسټراليايان غواړي ترڅو حکومت دې په بشپړ ډول هر څه بند کړي ولې لومړی وزير سکاټ موريسن بيا وايي، اسټراليايان دې خپلې دې غوښتنې ته پام وکړي ځکه د هر څه په يو وار بندول بايد اوږدمهاله وي چې دا کار به د اسټراليايانو پر ژوند لا ډيرې منفې اغيزې ولري.

 

د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي

د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.

که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.

که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service