د اسټراليا لومړی وزير د دريو اسټراليايي سرتيرو د قاتل نه خوشې کولو غوښتنه کوي

د افغان دولت لخوا د طالب بنديانو خوشې کولو پريکړې بيلابيل غبرګونونه پارولي، خوشې کيدونکو طالبانو کې داسې کسان هم شته کوم چې د بهرنيو سرتيرو پر وژنې محکوم دي.

Private Robert Poate's hat sits on top of his coffin in September 2012.

Private Robert Poate's hat sits on top of his coffin in September 2012. Source: AAP

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي ترڅو دې هغه افغان له زندان څخه نه خوشې کوي کوم چې د افغان ملي اردو په کاليو کې يې درې اسټراليايي سرتيري وژلي.

حکمت الله چې افغان ملي اردو سرتيری وه په کال ۲۰۱۲ کې يې درې اسټراليايي سرتيري ووژل، حکمت الله د نوو طالب زندانيانو په ليسټ کې دی او په پام کې ده چې د سولې جرګې پريکړې وروسته له زندان څخه آزاد شي.

د بنديانو تبادلې هوکړه چې لومړيو کې د امريکا او طالبانو لخوا شوې او افغان سولې خبرو پيل لپاره يو مهم اصل بلل شوی. افغان حکومت د سولې خبرو پيليدو لپاره يې له ۴۰۰۰ ډير طالب زندانيان خوشې کړل او د ځينو لويو جرمونو ترسره کوونکو طالبانو خوشې کولو لپاره يې لويه جرګه راوبلله کوم چې پای کې يې د پاتې ۴۰۰ طالب زندانيانو خوشې کولو پريکړه وکړه.

د افغان حکومت لخوا د لويو جرمونو ترسره کوونکو طالبانو خوشې کولو پريکړې په غبرګون کې د اسټراليا لومړي وزير ډونالډ ټرمپ ته ليک استولې او د حکمت الله بند کې ساتلو غوښتنه يې کړې.

وژل شوي درې اسټراليايان د کوينزليند ايالت اوسيدونکي ول او د حکمت الله لخوا په ارزګان کې په ډزو ووژل شول.

حکمت الله پر خپل جرم اعتراف وروسته پل چرخي زندان کې بندي دی او پر عدام محکوم شوې.

ښاغلي موريسن نن خبريالانو ته وويل، "مونږ پدې باور نه يو چې د حکمت الله خوشې کيدل به سيمه کې پر سولې کوم اغيز ولري، دا به زمونږ دريځ وي او دا دريځ به په کلکه ساتو."

"زه له تاسو سره دا ژمنه نه کووم چې مونږ څه غواړو هغه به ترلاسه کوو ولې مونږ پر خپل دريځ کلک ولاړ يو او په کله به خپل دريځ ساتو."

ښاغلي موريسن دا هم وويل، چې له ډيرې مودې راهيسې د حکمت الله بندي ساتلو غوښتونکی وه او دا مسله تيره مياشت د اسټراليا دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو لخوا له امريکايي سيالانو سره مطرح شوې وه او هم د لومړي وزير لخوا ډونالډ ټرمپ ته يو ليک هم استولی شوی وه.

په پام کې ده، ترڅو افغان حکومت ۴۰۰ طالب زندانيان په کوم کې چې حکمت الله هم شامله دی راتلونکو څو ورځو کې خوشې کړي.

کابل کې لويې جرګې د سولې خبرو پر وړاندې د وروستي خنډ لرې کولو يعنې د ۴۰۰ طالب بنديانو خوشې کولو پريکړه وکړه.

د سولې لويې جرګې وروستۍ ورځ کې نږدې ټولو سياسي مشرانو ګډون درلود او هر يو يې خپلو ويناوو کې د جرګې له پريکړې هرکلی وکړ او د سولې لپاره يي هيلې څرګندې کړې.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د اسټراليا لومړی وزير د دريو اسټراليايي سرتيرو د قاتل نه خوشې کولو غوښتنه کوي | SBS Pashto