SKIP TO MAIN CONTENT

پاکستان د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړ

افغانستان ته له ماتې وروسته، پاکستان د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړ.

F4EhL6cWgAAUjpc.jfif
Credit: Twitter / Afghanistan Cricket Board

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Skip to article content

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې په سریلانکا کې ترسره شوې او پاکستان درې واړه لوبې وګټلې.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د آګسټ پر ۲۲مه نېټه د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوه او پاکستان، افغانستان ته په ۱۴۲ منډو ماته ورکړه.

دویم لوبه هم د آګسټ پر ۲۴ نېټه په همبنټوټا ښار کې ترسره شوه او پاکستان په یوې وېکټې لوبه وګټله.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د سریز وروستۍ لوبه تېر ماښام په کولمبو ښار کې ترسره شوه او پاکستان د ۵۹ منډو په توپیر سره بریا په خپل نوم ثبت کړه.

ICC Ranking.jpg
Credit: ICC

له افغانستان څخه د وروستیو دریو لوبو له ګټلو وروسته، پاکستان د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړ او د آسټرالیا له لوبډلې مخکې شو.

د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې آسټرالیا دویم، هند دریم، نوی زیلنډ څلورم او افغانستان نهم ځای لري.


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now