۱: سپانسرشيپ
هغه وخت چې کار ورکوونکي د سپانسر يا بلنې لپاره د اسټراليا مهاجرت ادارې ته غوښتنليک ورکړي.

۲: نومول
هغه وخت چې کار ورکوونکې يوه کاري تشه په ګوته کړي ترڅو ددوی په کار کې ډکه شي. ياد کاري تشه بايد د اسټراليا د کار کوونکو اړتيا ليسټ کې شتون ولري چې دا ليسټ د اسټراليا مهاجرت وزارت ويبپاڼې کې موندلی شئ.

۳: ويزې غوښتنليک
کله چې بهرني کار کوونکې غوښتنليک ورکړي. د بهرنيو کاريګرو غوښتنه په هغه وخت کې نه منل کيږي چې که چيرې دوی هغه کار ته غوښتنليک ورکوړي کوم چې د اسټراليا د کاريګرو اړتيا ليسټ کې نه وي او هم د کار ورکوونکې ادارې يا کمپنۍ لخوا يې غوښتنه نه وي شوې.

د ۴۵۷ ويزې لرونکي کولی شي چې اسټراليا کې د څلورو کلونو لپاره کار وکړي او هم د خپل د کورنۍ نږدي غړي له ځانسره راولي.
.ياد کسان بيا کولی شي چې له اسټراليا څخه باهر او يا بيرته اسټراليا ته هر وخت وغواړي سفر وکړي
د لا زياتو معلوماتو لپاره له www.border.gov.au څخه کتنه وکړئ.
شریکول

