مهاجرو ځوانانو پر وړاندې د کار موندنې پينځه خنډونه

اسټراليا کې د هغو ځوانانو لپاره چې عمرونه يې له ۱۵ څخه تر ۲۴ دي د بې کاري کچه ۱۲،۲ سلنه ده. اسټراليا کې کار موندل کيدای شي ستونزمنه وي او په ځانګړي ډول هغو کسانو ته کوم چې د مهاجر په توګه اسټراليا ته راغلي وي او يا هم د مهاجرت سابقه ولري. مهاجر ځوانان د اسټراليايي ځوانانو پر پرتله کار موندلو کې ډيرې سختي ګوري، داچې کوم داسې خنډونه ددې باعث ګرځي چې ياد مهاجر ځوانان په اسانی کار نشي موندلی لاندې ټکو کې مو خلاصه کړي.

migrant job search AAP-1

AP Photo/Michael Dwyer Source: AAP

۱: انګليسي ژبه باندې ښه نه پوهيدل.

interview public domain pixabay
interview public domain pixabay Source: Public Domain

۲: تبعيض او توپيري چلند کوم چې له مخه يې ياد ځوانانو ته د مرکې چانس نه ورکوي.

jobs by public domain pixabay
jobs by public domain pixabay Source: Public Domain

۳: کافي اندازه کاري تجربه نه لرل او يا په هماغو برخو کې چې کار ته غوښتنليک ورکوي مهارت او زده کړه نه لرل.

non recognised degree by Abir Nilosey public domain
non recognised degree by Abir Nilosey public domain Source: Public Domain

۴: اسټراليايي چاپيريال او هم کاري دود او کلتور سره ښه اشنايي نه لرل او دې سره پدې هم نه پوهيدل چې څنګه اسټراليايي سيسټم کې کار موندل کيږي.

employment image by AAP-1
Gemployment image by AAP-1 Source: AAP

۵: ټولنيزې اړيکې نه لرل.

FEATURE STORY job seekers_ courtesy of MYAN.org
Source: MYAN.org

د اسټراليا ويکټوريا ايالت حکومت ٰلخوا د ځوانانو مرکز ويبپاڼه کې کارونه، مسلک په اړه مشورې او هم داچې څنګه بايد يوه CV وليکل شي او يا کار ته غوښتنليک ورکړل شي دا ټول معلومات شتون لري.

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې د حکومت لخوا کورنۍ او ټولنې خدمتو ويبپانه کې تاسې کار او هم مسلک په اړه معلومات ترلاسه کولئ شئ.

زما راتلونکی ويبپاڼه کې تاسې کار او هم نورو کارو په اړه مشوره ترلاسه کولئ شئ چې په هغې کې صنعت برخه او هم کمپنی هم شامله دي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil, Ildiko Dauda




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now