۱: لومړی بايد ريښتيني مالي اهداف وټاکئ.
تر ټولو ښه لار دا ده چې تاسې پيسې بجت کړئ او پر دې بايد پوه شي چې ستاسو دا پيسې چيرې لږول کيږي.

۲: بجت، بجت، بجت
دا ډيره اړينه خبر ده چې تاسې خپل له عايد څخه يوه برخه بيله کړئ او هغه اهداف چې مو ټاکلې هغي ته يي بچت کړئ.

۳: خپلو بيلابيلو لږښتونو ته بيلابيل بانکي حسابونه ولرئ.
خپل بانکي حسابونو کې بيلابيلو لږښتونو لپاره پيسې واچوئ تر څو پدي پوه شئ چې کوم شي لپاره بايد څومره پيسې ولږوئ.

۴: هغو بيلونو او لږښتونو ته پيسې بيلې کړئ کوم چې تاسې يې تهمه نه لرئ.
تاسې احتياط لپاره يو څه پيسې بيلې کړئ ترڅو له مخه يي هغو شيانو لپاره پيسې ولرئ کوم چې تاسې يي تمه هم نه وي لرلي.

۵: تاسې خپل کورنۍ ټاکل شوي اهداف بايد وڅارئ.
خپل د کورنۍ اهداف او هم ورته د بچت پلان وخت په وخت څارئ.

د ASIC’s MoneySmart اپليکيشن تاسو ته ويډيو او هم غږيز معلومات پر ۲۶ ژبو وړاندې کوي.
تاسې د ASIC ويبپاڼې له لارې بيلابيل منابع تر لاسه کولی شئ چې بيا دا تاسو ته مالي برخې سلاکار او مشوره ورکوونکي وړيا خدمتونه هم برابروي.

