د ANZAC ورځ لمانځلو لارې

د اپريل مياشت ۲۵ نيټه په ټول اسټراليا کې د ملي يادونې يا يادګار ورځ په نامه نومول شوې. د ANZAC ورځ چې پخوا په کال ۱۹۱۵ کې د ترکيه ګاليپولي جګړې قربانيو يادونې لپاره لمانځل کيدله اوس دا ورځ لا ډيره پراخه کچه باندې لمانځل کيږي.. اوس ياده ورځ کې له ټولو هغو کسانو څخه يادونه کوي کوم چې د اسټراليا بيلابيلو جګړو کې يي برخه اخيستې وي او يا هم قرباني شوي وي..

ANZAC MARCH _GettyImages

ANZAC MARCH _GettyImages Source: Getty Images

 ۱: خپل ځايي سيمه کې د  Dawn Service  کې برخه واخلئ.

د ANZAC  په ورځ د يادونې او ياد ګار پروګرامو څخه ليدنه وکړئ کوم چې د ماښام په وخت ترسره کيږي..دا هغه اصلي وخت دی په کوم کې چې اسټراليايي پوځيان ګاليپولي سيمه کې جګړې ته ننوتل.

ANZAC Dawn service Getty Images
ANZAC Dawn service Getty Images Source: Getty Images

۲: د  ANZAC په ورځ له رسم او ګزشت څخه ليدنه وکړئ..

د ANZAC  ورځ ورستيو شيبو کې هغه کسان رسم او ګزشت کې برخه اخلي  کوم چې د اسټراليا جګړو کې يي برخه اخيستي وي.. ياد رسم او ګزشت کې د وژل شوو کسانو د کورنيو غړي هم برخه اخلي.. ياد رسم او ګزشت د اسټراليا لويو ښارونو او هم وړو مرکزونو کې ترسره کيږي.

ANZAC PARADE by AAP-1
ANZAC PARADE by AAP-1

د ANZAC  ورځ په اړه لا ډير معلومات

د اسټراليا د جګړې يادګار ويبپاڼه د اسټراليا نظامي تاريخ په اړه بشپړ معلومات وړاندې کوي..

ANZAC remembrance BY PIXABAY PUBLIC DOMAIN
ANZAC remembrance BY PIXABAY PUBLIC DOMAIN Source: Public Domain - 1

د تجربه لرونکو پوځيانو د چارو ادارې ويبپانه اسټراليا کې جګړو د يادښت مراسمو ليسټ او نور معلومات لري.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Ildiko Dauda, Abdullah Alikhil




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now