د اسټراليا ورځ

د اسټراليا ملي ورځ د جنوری په ۲۶ نيټه د لومړنيو اوروپايانو راتګ ورځ لمانځنه کيږي کوم چې په کال ۱۷۸۸ کې لومړي ځل لپاره د کپتان Arthur Phillip په مشرۍ اسټراليا ته راغلل او د انګلستان بيرق يې پر اسټراليايي خاورې ورپاوه.
د اسټراليا ملي ورځ رخصتي

تر کال ۱۹۹۴ پورې د جنوری ۲۶ ملي رخصتي نه ګڼل کيده او لومړي ځل لپاره په همدې کال ياده ورځ په ټول اسټراليا کې رخصته اعلان شوه او هم په يو وخت کې ولمانځل شوه.
په ياده ورځ ډير خلک د ټولنو جوړو شوو غونډو ته ورځي او هم کورنيو سره وخت تيروي.
د اسټراليايي طابعت اخيستلو مراسم
ډيرو خلکو لپاره د طابعت ترلاسه کولو وروستی کار دا وي چې دوی د ژمنې لوړه وکړي.
تاسې طابعت ترلاسه کولو په اړه لا ډير معلومات د مهاجرت له ويپاڼې څخه ترلاسه کولی شئ.
د يرغل ورځ

ډيرو اسټراليايانو لپاره په ځانګړي ډول ابوريجينال او ټوريس سټريټ الينډرز لپاره د جنوری ۲۶ د خوښی ورځ نده بلکې دوی ياده ورځ د يرغل ورځ ګڼي او وايي چې له دوی څخه ددوی ځمکه نيول شوې..
د ماتم ورځ

د ماتم ورځ
ويليم کوپر
په کال ۱۹۳۸ کله چې د اسټراليا ملي ورځ لمانځل کيده نو لومړي ځل لپاره چې د بومي اسټراليايانو د ټولنې استازيتوب يې کاوه ياده ورځ يې د ملي ماتم ورځ اعلانه کړه او مظاهره يې وکړه..
ياده ورځ کې د بومي اسټراليايانو تاريخ او هم پر دوی چې کوم ظلمونه تير شوي ول يادونه وشوه او هم دا چې د حکومت لخوا دوی څومره خپګان سره مخ شوي او دا چې بومي اسټراليايان خپلو کورونو څخه ويستل شوي او له هغو څخه يې ژبه او کلتور اخيستل شوی له دې ټولو څخه يادونه وشوه.
دا ورځ ولې بايد بدله شي؟
د يادې ورځې ټاکنه د ډيرو خلکو انديښنې ځکه پارولي چې پر همدې ورځ اسټراليا باندې يرغل شوی.
د نړۍ نور هيوادونه خپلې ملي ورځ يا د ازادې په ورځ لمانځي او يا هم کومې بلې ځانګړې ورځ باندې ولې اسټراليا کې بيا دا ورځ د يرغل په ورځ لمانځ کيږي نو ځکه د اسټراليا ملي ورځ بدليدو غوښتنه کيږي.


