د پاکستان د هاکي ملي لوبډلې پخوانۍ غړې په ايټاليا کې د کډوالو ډوبې شوې کښتۍ له قربانيانو څخه ده

د پاکستان د ښځو د هاکي ټیم پخوانۍ غړې د هغو لسګونو مهاجرو په ډله کې وه چې د ایټالیا په سویل کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله مړه شوي دي.

A woman with a white headscarf on a green background

Shahida Raza represented Pakistan in several international hockey games. Credit: Pakistan Hockey Federation

Key Points
  • د تيرې اونۍ په پای کې د ایټالیا په سویل کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونه کسان مړه شول.
  • شاهده رضا چې په څو نړیوالو لوبو کې یې د ښځو د هاکي په برخه کې د پاکستان استازیتوب کړی، نوم يې د مړو کسانو سره يوځای خپور شو.
  • ۲۷ کلنه د خپل زوی لپاره چې معلولیت لري د ښه ژوند په لټه کې پاکستان پریښوده.
په اسلام اباد کې چارواکي وايي، د پاکستان د ښځو د هاکي ټیم یوه پخوانۍ غړې د هغو لسګونو کسانو په ډله کې وه چې د اونۍ په پای کې د ایټالیا په جنوبي برخه کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شول.

د پاکستان هاکي فدراسیون وویل، شاهده رضا په څو نړیوالو لوبو کې د پاکستان استازیتوب کړی. د خپل زوی د ښې راتلونکې په لټه کې، چې معیوبیت لري، ۲۷ کلنه د انساني قاچاق وړونکو له لارې وغوښتل ترڅو هغه هیواد پريږدي.

د هغې د ملګرې او پخوانۍ ملګرې سمیا کاینات په وینا، اغلې رضا څلور میاشتې وړاندې د کوټې په ښار کې خپل کور پریښود، او بيا ګاونډي هيواد ایران او بیا ترکیې ته ولاړه او په پای کې يې غوښتل يا ایټالیا او یا هم استرالیا کې پناه واخلي.

اغلې رضا د شیعه مسلمان هزاره اقلیت څخه وه او دا ډله کسان ځيني وخت د اسلامپالو وسله والو لخوا په نښه کيږي.
په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په هغه کښتۍ کې چې له ترکیې څخه ایټالیا ته کډوال وړل په هغه کې ۲۰ تنه پاکستانیان سپاره وو، چې له دوی څخه لږترلږه څلور د کښتۍ په ډوبیدو کې مړه شوي.

هر کال په زرګونه بې وزله پاکستانیان د ښه ژوند په هیله اروپا ته د تلو لپاره له خطرناکو ځمکنیو او سمندري لارو تیریږي. دوی انساني قاچاق وړونکو ته ملیونونه پيسې ورکوي خو د سفر پر مهال خپل ژوند په خطر کې اچوي.

پاکستاني چارواکو ویلي، دوی په پنجاب ایالت کې د کښتۍ تر پېښې وروسته د انساني قاچاقبرانو پر ضد د نویو عملیاتو پلان لري.
د ایټالیا ولسمشر سرجیو ماتاریلا د پنجشنبې په ورځ د کروټون ښارګوټي ته لاړ، چیرې چې د لسګونو وژل شویو مهاجرو جسدونه په تالار کې ایښودل شوي وو. ښاغلي ماتاریلا د لرګیو تابوت مخې ته د څو دقیقو لپاره دعا وکړه. هغه د سویلي ایټالیا د کلابریا په ښار کې د خپلوانو ، ځایی خلکو او د وژل شوو کسانو دوستانو او خپلوانو د هغه د راتګ ستاينه وکړه ولې ترڅنګ يې د "انصاف" غوښتنه وکړه.
په ایټالیا کې د دې په اړه سخت بحثونه روان دي چې ایا د يادې کښتۍ ژغورنې په برخه کې له ځايي چارواکو څخه غلطی شوي.


شریکول

خپور شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: AAP

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service