Key Points
- آسټرالیا کې تاریخ پوهان او داوښبه افغانانو اولادونه راغونډ شوي ترڅو لومړنیو اوښبه افغانانو ته درناوی وړاندې کړي.
- اوښبه افغانانو د آسټرالیا په لرې پاتې سیمو کې د پام وړ مهمه کارونه کړي.
- پداسې حال کې چې ډیری اوښبه افغانان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي، مګر یو شمېر په آسټرالیا کې پاتې شوي او له ځایي میرمنو سره یې ودونه کړي.
لیکواله او تاریخ پوه، پامیلا راجکوسکي وايي، اوښبه افغانان 'ملت جوړونکي وو' چې کار یې له آسټرالیا سره مرسته وکړه ترڅو په ۱۹۰۱ م کې دغه هېواد د متفاوت او لرې پرتو مستعمرو په فدراسیون بدل شي.
هغه وایي چې اوښبه افغانان د آسټرالیا د څو کلتوریزې ټولنې مهمه برخه وه.
" دوي د خپلو ژبو، نومونو، کلتور، د خوړو سټیلونو، د حلالو خوړو دود، خرما او هدیرو په درلودلو سره د دې ملت د ډې ان دې (DNA) د څو کلتوریزم مهمه برخه دي."
په هغه غونډه کې چې د بروکېن هېل د کلتوري ټولنې مشر، جیمز ډېلې لخوا جوړه شوې وه، آغلې پامیلا راجکووسکي ځینې شیان د بروکېن هېل جومات موزیم ته تحفه ورکړل.
د بروکېن هېل سیمه په نیو ساوت وېلز ایالت کې موقعیت لري چې له سیډني څخه شاوخوا ۱۰۰۰، له ملبورن څخه ۸۳۷ او له اډېلېډ ښار څخه ۵۱۱ کیلومتره لرې پرته ده.
د آدېلېډ ښار له مري سیمې وروسته، اوښبه افغانانو په بروکېن هېل سیمه کې دویم جومات جوړ کړی چې د بروکېن هېل جومات په نوم یادېږي.
یاده سیمه، یو وخت د زیربناوو د پراختیا د مرکز په توګه پېژندل کېده.

د اوښبه افغانانو په یاد غونډه کې د لیکوالانو او تاریخ پوهانو ترڅنګ د اوښبه افغانانو له پاتې نسل څخه بابي شمروز هم برخه اخیستې وه. بابي شمروز د اوښبه افغانانو له نسل څخه دی، پلار یې شمروز خان او نیکه یې فضل الله دواړه په بروکېن هېل سیمه کې اوښبه افغانان وه.
نوموړی اوسمهال د بروکېن هېل جومات مشري پرغاړه لري.

ښاغلی شمروز وايي، اوښبه افغانان به چې هر چېرته تلل نو خپل 'جای نمازونه ' به یې له ځان سره وړل او پنځه وخته لمونځ به یې ادا کوه.
د بروکېن هېل جومات په نیوساوت وېلز ایالت کې لومونی او په آسټرالیا کې دویم جومات دی چې د اوښبه افغانانو لخوا جوړ شوی. یاد جومات په ۱۹۲۰ کال کې پرانستل شوی.
د مري او بروکېن هېل جومات له جوړولو وروسته اوښبه افغانانو د آسټرالیا په یو شمېر نورو ایالتونو لکه لویدیځې اسټرالیا او کوینزلنډ ایالتونو کې هم لومړني جوماتونه جوړ کړي.
په آسټرالیا کې د مسلمانانو د نفوس له زیاتوالي سره په دغه هېواد کې د جوماتونو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی.
آغلې راجکووسکي وايي چې د دغسې غونډو جوړېدل د آسټرالیایانو لپاره مهمه دي ترڅو پوه شي چې د مختلفو نژادونو خلکو د دغه هېواد په جوړولو کې برخه اخیستې ده.
"دا ډول یادونه له غطلو باورنو سره مبارزه کوي او نه زغم او نژاد پرستۍ کموي."
د آسټرالیا لرې پرتو سیمو ته لارې پرانستل
آغلې راجکووسکي وايي له آسيا څخه د مختلفو نژادونو خلک د بریټانیا مستعمرو ته د کار لپاره راغلي وه.
هغه زیاتوي : "کارګران د څو لسیزو لپاره 'پردیسي' پاتې شوي، دوی هیڅ سیاسي حق نه درلود او د دوی غږ په دولتي اسنادو کې ندی ثبت شوی."
"لکه څنګه چې د آسټرالیا په وچه کې استعمارونه د هغې داخلي برخې ته پراخ شوي، نو دا اړینه شوې چې د بدیل ټرانسپورټ، څارویو او د هغو د چلونکو واردولو لپاره کار وشي او د ترانسپورت منظمه زیربنا رامینځته کړي ترڅو استعماري سرچینې "مورني هیواد" بریتانیا ته ولیږدول شوی."

د ۱۸ پېړۍ په وروستیو کې افغانانو د آسټرالیا په لرې پرتو سیمو کې د وړیو او نورو توکو په لیږد کې مهم رول لوبولی.
آغلې راجکووسکي وايي: "دوی د مسو او سرو زرو په لرې پرتو کانونو کې خدمت کاوه او بار شوې وړۍ، مس او سره زر به یې بندرونو ته لیږدول."

'د صحرا کښتۍ' له اسونو غوره وې
کله چې لومړی ځل اروپایان اسټرالیا ته راغلي و. په هغه وخت کې د دغه هېواد لرې پرتو سیمو ته تګ راتګ ډېر ګران کار و.
مګر اروپایانو غوښتل ترڅو د آسټرالیا لرې پرتې سیمې له ښارونو او سیمو سره وتړل شي او د خوراکي توکو او معادنو د انتقال لپاره د حل اسانه او ارزانه لار وموندل شي.
له همدې امله د آسټرالیا په ځینو مستعمرو کې چارواکو پریکړه کړې و ترڅو اوښان اسټرالیا ته راوستل شي ځکه اوښانو کولای شول په وچ اقلیم کې د اوبو او خوړو له ستونزې پرته د آسټرالیا لرې پرتو سیمو ته خوراکي توکي ورسوي.

نن سبا د آسټرالیا لرې پرتې سیمې له یو ملیون څخه د زیاتو اوښانو کور دی چې د آسیا او مینځني ختیځ اوښ چلونکو لخوا دلته راوړل شوي.
د ۱۸ لسمې لسیزې په ورستیو کې د سویلي آسټرالیا مري سیمه کې د افغانانو په ګډون یو زیات شمېر آسیایي خلک اوسېدل چې یاده سیمه د "کوچنۍ آسیا" په نوم یادېده.
له ۱۹۲۰م کال وروسته ډیری اوښبه افغانان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي، مګر یو شمېر په آسټرالیا کې پاتې شوي او له ځایي میرمنو سره یې ودونه کړي چې نن ورځ یې هم اولادونه د آسټرالیا په مختلفو سیمو کې ژوند کوي.
تر ۱۹۲۹م کال پورې ډېری اوښبه افغانان له کار څخه وویستل شوه او د حکومت لخوا امر شوی وه ترڅو د دوي اوښانو وویشتل شي، مګر دوي خپل اوښان په لرې پرتو سیمو کې خوشې کړل.
اس بي اس پښتو راډیو د اوښبه افغانانو د تاریخ او ژوند په اړه نور معلوماتي راپورونه هم په تېرو خپرونو کې تاسو ته خپاره کړي. که چېرې تاسو غواړئ د اوښبه افغانانو د ژوند او تاریخ په اړه نور معلومات هم واورئ نو مهرباني وکړئ دلته یې کلیک وکړئ.

