د جمهوریت له سقوط وروسته، شاوخوا ۲۱۱ زره افغانانو د آسټرالیا د ویزې غوښتنه کړې ده

د آسټرالیا حکومت لخوا خپرې شوې شمېرې ښیي چې په تېر یوه کال کې ۶۴۰۰ کسانو ته د آسټرالیا ویزې ورکړل شوي.

David Coleman

Minister for Immigration David Coleman Source: AAP

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۳۱ زره او ۵۰۰ ویزې اعلان کړې، ترڅو په راتلونکو څلورو کلونو کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي.

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوي آمار ښيي چې د جمهوریت له سقوط وروسته، له ۲۰۰ زرو څخه زیاتو افغانانو د دغو ویزو لپاره خپل غوښتنلیکونه سپارلي، مګر تر دې دمه یواځې ۶۴۰۰ کسانو ته ویزې ورکړل شوي دي.

د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر، انډریو جایلز
Source: SBS / SBS News

د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر، انډریو جایلز له اس بي اس شبکې سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې د ویزو لپاره د افغانانو لخوا تقاضا "په بشپړه توګه بې سارې" ده.

"د پناه غوښتنې لپاره تقاضا خورا لوړه ده."

"هغه کسان چې د ۲۰ کلونو په اوږدو کې یې د آسټرالیایانو مرسته کړې، تر ټولو زیات لومړیتوب لري."

Jeanine Hourani
د آسټرالیا ویزه Credit: Jeanine Hourani

تېره میاشت د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند، د اس بي اس پښتو راډیو د پوښتنو په ځواب کې ویلي وه چې د ۲۰۱۳ کال له جولای میاشتې راهیسې، له ۱۶ زره او ۵۰۰ څخه زیات افغانان د بشردوستانه ویزو پروګرام له لارې آسټرالیا ته راغلي دي.

"د ۲۰۱۳ کال د جولای له لومړۍ نیټې راهیسې، د بشردوستانه پروګرام له لارې له ۱۶۵۰۰ څخه زیاتو افغانانو ته ویزې ورکړل شوې دي."

"هغه کسان چې په خطر کې دي او د ویزو شرایط پوره کوي، ژر تر ژره به په آسټرالیا کې استوګن شي."

د آسټرالیا د کډوالو چارو له وزیر انډریو جایلز سره ترسره شوې انګلیسي مرکه دلته اوریدلی شئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now