نيو ساوت ويلز ايالت کې له لګول شوو محدوديتونو څخه سر غړونې لپاره يو کس تر ۶ مياشتو زنداني کيدلی شي او هم ۱۱ زره ډالر جريمه کيږي.
د اسټراليا ډيري ايالتونو کې کرونا ويروس سره تړلي محدوديتونه اوس د پوليسو لخوا څارل کيږي او د پوليسو په وينا تر اوسه يې ځيني کسان جريمه کړي هم دي.
نيو ساوت ويلز ايالت کې يواځې ۱۶ دلايلو له مخه تاسې له کوره بهر وتلی شئ. له يادو دلايلو پرته تاسې پوليسو لخوا درول کيږئ او جريمې سره مخ کيږئ.
ذکر شوي ځيني دلايل په لاندې ډول دي..
له بهر څخه خواړه يا د خوړو يا کارونې توکې پلورل او هم خدمتونه ترلاسه کول.
کار ته تګ او له کار څخه بيرته کورته راتلل.
زده کړې ځايو ته تګ او راتګ
ورزش کول
روغتيايي خدمتونه ترلاسه کول او يا د کوم کس پالنه کول.
عامه خدمتونه ترلاسه کول، لکه سينټرلينک او داسې نور.
تاسې خپل کور غړو پروته چې له تاسو سره يوځای کور کې اوسيږي له دوو کسانو ډير بهر يا دننه کورونو کې نشئ راټوليدلی.
يواځې کار او يا زده کړې لپاره تاسې ډير شمير کې راټوليدلی شئ.
نن څخه پيل د اسټراليا ټولو ايالتونو کې به دا نوي او سخت تدابير عملي کيږي.
نيو ساوت ويلز اسټراليا کې د کرونا ويروس تر ټولو مثبتې پيښې لري، د ياد ايالت صدراعظمې نن سهار له ټولو اوسيدونکو وغوښتل چې يوازې ضروري کارونو لپاره دې له خپلو کورو بهر شي، نور وخت دې خپل کورونو کې دننه اوسي.
اسټراليا کې اوس ډيره ويره د ټولنو غړو ترمينځ د کرونا ويروس خپريدل دي کوم چې حکومت نشي کولی د يادو ويروسونو منبع پيدا کړي.
د سيدني ښار ختيځو برخو کې د کرونا ويروس ډيرې پيښې ثبت شوي. يادو سيمو کې بونډای او ويورلي ښار ګوټي تر نورو ډيرې مثبتې پيښې لري.
د نيو ساوت ويلز ايالت صدر اعظمه ګلاديس بريجيکلين وايي، ټول خلک دې داسې ګومان وکړي چې کرونا ويروس لري او هماغې له مخه دې ټولنه کې ژوند وکړي.
بيا ويکټوريا کې سر غړوونکي ۱۶۵۲ ډالر جريمه کيږي او دا جريمه د محاکمو لخوا ډيريدلی هم شي.
اسټراليا کې بايد کسان له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او له دوو کسانو ډير يو وخت کې نشي راټوليدلی.
د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي
د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.
که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.
که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.