په کوینزلنډ او وېکټوریا ایالتونو کې د طوفانونو او خرابې هوا له امله ۸ کسان مړه شوي او ۳ تنه لادرکه دي.
په مړه شویو کسانو کې یوه ۶ کلن ماشومه هم شامله ده چې تېره ورځ یې په برزبن ښار کې مړی موندل شوی.
د ماشومې جسد له پراخې پلټنې وروسته موندل شوی. پولیسو ویلي چې دوی باور نه لري چې کوم شکمن حالت شتون لري.
د ځاني زیانونو ترڅنګ طوفانونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
په تېرو څو ورځو کې طوفانونو د شاوخوا ۱۲ زره کورونو برښنا قطع کړې. د طوفان له امله له ۳۰۰ څخه د برښنا زیات لاینونه پر ځمکه غورځېدلي یا هم قطع شوي دي.
د هوا پېژندنې اداره وايي، نن د چهارشنبې په ورځ هم د کوینزلنډ ایالت په ځینې برخو کې د طوفان امکان شته، مګر له سبا څخه به حالت بېرته ښه شي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

