د سویلي افریقا د روغتیا برخې مسئولینو پریکړه کړې ترڅو د آکسفورډ او آسترالیا زنیکا شرکت د کرونا واکسین تطبیق و ځنډوي، ځکه شمېرې ښيي چې یاد واکسین د کرونا ویروس له نوې بڼې سره په مبارزې کې ډېر ګټور ندی او خلک له واکسین وروسته هم د کرونا ویروس په نوې بڼه د اخته کېدو لوړ چانس لري.
د سویلي افریقا د روغتیا وزیر زویلي مخیز وایي چې حکومت غواړي د ساینس پوهانو مشورې ته انتظار وباسي.
د سویلي افریقا حکومت د آسټرالیا زنیکا او آکسفورد پوهنتون د واکسین تطبیق په داسې حال کې ځنډولی چې یاد هېواد د کرونا وېروس له نوې بڼې سره په مبارزه بوخت دی او له هند هېواد څخه یې د آسټرالیا زنیکا واکسین ۱ میلیون ډوزه هم ترلاسه کړي.
سویلي افریقا غواړي ترڅو د آسټرالیا زنیکا واکسین پرځای د فایزری او جانسن اینډ جانسن له واکسین څخه استفاده وکړي.
په داسې حال کې چې ناروې، جرمني او سویلي افریقا د آسټرالیا زنیکا واکسین د استعمال په اړه اندیښنې لري، د آسټرالیا د روغتیا برخې چاروکي باور لري چې یاد واکسین له کرونا وېروس سره په مبارزه کې ګټور دی.
د آسټرالیا حکومت اوسمهال له شاوخوا ۳ شرکتونو سره تړون لاسلیک کړی ترڅو ۱۵۰ میلیونه ډوزه واکسینه ورڅخه ترلاسه کړي. آسټرالیا غواړي ترڅو یواځې د آسټرا زنیکا شرکت شاوخوا ۵۳ میلیونه ډوزه واکسین واخلي او په دغه هېواد کې یې خلکو ته ورکړي.
د آسټرالیا د روغتیا وزیر ګریګ هنټ له 2GB راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د یاد واکسین په اړه هېڅ اندیښنه نلري او وايي چې د بریټانیا لخوا ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې یاد واکسین له کرونا سره په مبارزه کې ګټور دی.
په همدې حال کې د آکسفورډ پوهنتون چارواکي وايي چې د کرونا وېروس د واکسین په دویم نسل باندې کار روان دی ترڅو وکولای شي د کرونا ویروس له نوې بڼې سره هم په مبارزه کې تر ډېره حده بریالی اووسي.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.
په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته پیدا کړئ[https://www.sbs.com.au/language/pashto/how-australia-s-states-and-territories-are-relaxing-coronavirus-restrictions].
که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus