د کريکټ شنونکي وايي چې افغانستان د کريکټ يو له پياوړو لوبډلو سره يې له تمې ډيره اوسخته لوبه وکړه.
جنوبي افريقا لومړی پچه وګټله او توپ وهنه يې وکړه چې په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو سوځيدو سره يې ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

افغانستان هم ډيره ښه توپ وهنه پيل کړه او محمد شهزاد په ۱۹ توپونو ۴۴ منډې جوړې کړې. افغانستان چې کله دوه لوبغاړو سوځيدو سره ۱۰۳ مندې جوړې کړې وې هغه وخت کې له جنوبي افريقا څخه يې لوبه مخکې وه ولې بيا وروسته توپ وهونکي ډير ژر يو بل پسې وسوځيدل او د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۷۲ منډو وسوځيدو سره لوبه وبايلله.

افغانستان تر اوسه خپلې دوه لوبې بايللي او اوس ورته ګرانه ده چې د ۱۰ پياوړو ټيمونو کتار کې دويم پړاو لوبو ته لار پيدا کړي.


