د اسټراليا نظامي پلټونکي افغانستان کې د اسټراليايي پوځيانو لخوا ادعا شوي جنګي جرمونو پلټنه بشپړه کړه او ياد رپوټ کې د اسټراليايي پوځ مشر انګس کمپبيل ته وسپاره.
د اسټراليا حکومت لخوا د ياد رپوټ پلټنې لپاره يو ځانګړې پلټنې داره ګومارل کيږي ترڅو د ياد رپوټ موندنو ته کتنه وکړي او هغو پوځيانو ته د اسټراليا قانون له مخه سزا ورکړي پر کومو چې افغانستان کې جنګي جرمونو ترسره کول ثابت شي.
ياد پلټنې رپوټ کې ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو دوران کې د اسټراليايي ځواکونو لخوا ادعا شوو جنګي جنايتونو ته کتنه شوې.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د ياد ادعا شوو جنايتونو پلټنې لپاره د ځانګړې ډلې ټاکل او ښکيلو پوځيانو ته سزا ورکول هغه څه دي چې لومړی وزير يې اسټراليايانو لپاره يو سخت خبر بولي.
ښاغلي موريسن وويل، "مونږ به د رپوټ موندنو ته ژوره کتنه وکړو او ټولو هغو جنايتونو پلټنه به وکړو کوم چې تيار شوي رپوټ کې يې يادونه شوې."

ښاغلي موريسن خبريالانو ته وويل، " د ځانګړې پلټنې اداره به ټول ادعاوې وپلټي، شواهد به راټول کړي او که لازم وي نو دا موندنې به د اسټراليا عامه سزا ورکولو ادارې مشر ته وسپارل شي."
ښاغلي زياته کړه، "ډيرې داسې پيښې او مسايل دي چې هغه بايد لا نور هم وپلټل شي او ددې ټولو پلټنه يو پيچلی کار هم دی."
راتلونکې اونۍ به د ترسره شوې پلټنې رپوټ خپور شي، لومړي وزير سکاټ موريسن لا دمخه خبرداری ورکړی چې د ياد رپوټ خپريدل به يو ظالمانه حقيقت بربنډ کړي او دا به يو سخت خبر هم وي.
ښاغلي موريسن وويل، "دا اسټراليايي لار ده ترڅو له داسې مسايلو مخامخ کيږو او مونږ خپل قضايي سيسټم او قانون ته ډير درناوی لرو او مونږ پدې باور يو چې حقيقت لا روښانه کړو."
د پلټنې نوې اداره به د کورنيو چارو وزارت دننه خپل فعاليت پيلوي او ياده اداره کې به د اسټراليا فدرال پوليس، حقوقي مشاورين او نور کار کوونکي شامله وي.
لومړی وزير وايي، دا اداره به بشپړ ډول سره خپل فعاليت بل کار ته پيل کړي.
د اسټراليا فدرال پوليسو تير کال د ځينو جنګي جنايتونو پلټنې لپاره افغانستان ته سفر کړی وه.
د ښاغلي موريسن په وينا، يادو ادعا شوو جنايتونو لپاره ټول اسټراليايي پوځيان نشو ملامت کولی.
" مونږ خپل دفاعي پوځيانو ته ژور درناوی لرو ولې مونږ خپل عدالت ته هم درناوی لرو."
د اسټراليا حکومت راتلونکی اونۍ د اسټراليايي پوځيانو لخوا ادعا شوو جنګي جنايتونو لومړنۍ پلټنې رپوټ خپروي.

