د نيوزيلند هيواد چې د اسټراليا ختيځ خواته شاوخوا دوه زره کيلومتره لرې موقيت لري، د اسټراليا ځنګولونو اور لوګي د نوموړي هيواد اسمان رنګ نارنجي کړی.
د نيوزيليند اوسيدونکو د ډير لوګي او اسمان رنګ بدليدو له امله د پوليسو بيړنيو خدمتو ادارې ته ټليفونونه کړي کوم چې د ياد هيواد پوليس يې اړ کړل ترڅو له خلکو وغواړي ترڅو نور دې د هوا ککړتيا له امله د بيړنيو خدمتو ملي شميرې ته نور ټليفون ونه کړي.
بله خوا نيوزيليند کې د کنګلو واورو يخچالو رنګ هم د لوګي او ايرو له وجې بدل شوي.

د اسټرليا پلازمينه کې د خرابې هوا او لوګي له امله د يکشنبې ورځ راهيسې د کنبيرا ښار مرکز کې بازار او دولتي ادارې تړل شوې وې.
د کانټاس هوايي شرکت له کنبيرا څخه خپلې ټولې التونې ځنډولي.
بله خوا حکومت کنبيرا او ويکټوريا کې پر خلکو صحي ماسکونه ويشي ترڅو د ککړې هوا تنفس کولو کې له هغوی سره مرسته وکړي.

